لاس رسیدونکی لینک

امریکا غواړي چې د افغانستان هوايي ځواک د سونامي په څېر پیاوړی کړي


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نیکلسن د افغان پوځي مامورینو سره

امریکا د افغانستان د دفاعي ځواکونو او په ځانګړې توګه د افغانستان د هوايي ځواک د ځواکمنولو کلک هوډ کړیدی.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان یوه میاشت وړاندې په کندهار کې یوې پوځي غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې طالبانو سره د اغیزناکه جګړې لپاره به ډیر ژر افغانستان ته اته شلې (۱۵۹) بلک هاکس جنګي هیلې کوپټرې ورکوي.

له دې سره به د افغانستان د هوايي ځواکونو په توان کې د سونامي په څېر زور پیدا شي.

دا هیلې کوپټرې به افغان پیلوټان په خپله چلوي.

نن د امریکا په مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې د امریکا لخوا د افغانستان د هوايي ځواک د غښتلي کولو لپاره د کېدونکو اقداماتو په اړه د ورځپاڼې د ښځینه خبریالې پامیلا کانسټیبل یو مفصل راپور چاپ شویدی.

د مضمون په پیل کې لیکل شویدي چې امریکا افغانستان ته یو اچ ۶۰ (UH 60) ډوله هیلې کوپټرې ورکړیدي خو د هغې جګړې په برخه کې یې کوم ځانګړی رول نه دی لوبولی چې د کال ۲۰۰۱ څخه راپدېخوا روانه ده او امریکا پرې تر اوسه پورې ۷۰۰ میلیارده ډالره لګولي دي.

د امریکا پوځي چارواکي وايي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د هوايي ځواک ځواکمنتیا ته تر هر څه زیات اهمیت ورکړی او له همدې امله افغان هوايي ځواک ته د بلک هاکس هیلې کوپټرو د ورکولو په کار په بیړه کار روان دی.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواک د روزنې د پوځي ډلې چارواکي وايي، چې د راروان اوړي پورې به د یادو هیلې کوپټرو د الوتنې لپاره څلور کسیزه افغان عمله خپله روزنه ترلاسه کړي او افغانستان ته به د کال ۲۰۱۹ پورې د ۳۲ ډلو او بلک هاکس هیلې کوپټرو د ورکولو چارې بشپړې شي.

بلخوا طالبانو او داعش دواړو د افغان پوځونو پرضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

پدې بریدونو کې د بې ګناه افغانانو د وژل کېدو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

یواځې تیره میاشت په کابل کې په جوماتونو، پوځي چوڼیو، سفارتي ودانیو، رسنیزو مرکزونو باندې د طالبانو او داعش په بریدونو کې تر ۲۵۰ زیات بې ګناه افغانان وژل شویدي.

د جګړې په ډګر کې پراته افغان قومندانان وايي چې د یاغیانو په شا تنمبولو، پوځ ته پر وخت د تازه مرستو د رسولو او د جګړې له ډګر څخه د مړو او ژوبلو د راپورته کولو لپاره یو تکړه هوايي ځواک ته ډیره اړتیا ده.

افغانستان کې د امریکا د هوايي پوځ د سلاکاره پروګرام مرستیال قومندان ډیریل انسلې وایي، چې افغان پیلوټانو، او د هیلې کوپټرو د ترمیم او نورو تخنیکي عملې روزنه اسانه نه ده.

ده زیاته کړه، چې د نویو بلک هاکس هیلې کوپټرو له ورکولو سره سره مونږ په روانې جګړې کې د افغان پیلوټانو د روزنې لړۍ پیل کړیده چې یو ډیر سخت خو مهم کار دی.

واشنګټن پوسټ په خپلې معلوماتي مضمون کې د کندهار په هوايي ډګر د افغان هوايي ځواک پیلوټانو ته د ټولګي دننه لکچر ورکونکي یوه امریکايي استاد سره یوه مرکه هم کړیده.

دغه امریکايي استاد وايي، افغان پیلوټانو ته په پیل کې په انګلیسي ژبه کې په ریډیو کمیونیکیشن پوهېدو کې ستونزې وې او دوي په ټولګي کې د خپل امریکايي استاد نه د یوې نقطې په اړه په وار وار پوښتنې کولې.

د امریکا د هوايي ځواک دغه روزنکی وايي، چې دی به نه تنګېدو او هرځل به یې ورته د هماغې یوې نکتې په اړه بشپړ معلومات ورکول.

خو اوس دغه امریکايي استاد دا منلې ده چې دده افغان شاګردان پیلوټان په هر څخه ډېر ښه پوه شویدي او رښتیا خبره خو داده چې د خپلو امریکايي استاذانو څخه هم زیات تکړه او هوښیار شویدي.

مضمون زیاتوي چې درې میاشتې وروسته به ۶ نوي روزل شوي افغان پيلوټان د بلک هاکس هیلې کوپټرو کنټرول اخیستو ته په بشپړه توګه چمتو وي.

دوی به په جګړه کې هم برخه اخیستی شي او پوځي اکمالات به هم د اړتیا وړ ځایون ته رسولی شي. همدارنګه د جګړې له ډګر څخه به د مړو او ټپیانو په پورته کولو هم پوهیږي.

XS
SM
MD
LG