لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان انډر 19 کرکټ ټيم پاکستان ته په 214 رنزونو ماتې ورکړه


د افغانستان فريد احمد په 7 اوورو کې د 21 رنزونو ورکولو په سر 7 کهلاړيان اؤټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وگرځيدو.
د افغانستان فريد احمد په 7 اوورو کې د 21 رنزونو ورکولو په سر 7 کهلاړيان اؤټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وگرځيدو.

د افغانستان انډر19 کرکټ ټيم د پاکستان کرکټ ټيم ته د 45 اوورو په يو ورځني مېچ کې په 214 رنزونو ماتې ورکړه . دغه مېچ نن د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور په قذافي کرکټ مېدان کې اولوبېدو.

د افغانستان انډر19 کرکټ ټيم د پاکستان کرکټ ټيم ته د 45 اوورو په يو ورځني مېچ کې په 214 رنزونو ماتې ورکړه . دغه مېچ نن د جمعې په ورځ د پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور په قذافي کرکټ مېدان کې اولوبېدو.

د پاکستان کرکټ لوبډلې د افغانستان د 266 رنزونو په جواب کې يواځې 52 رنزونه جوړ کړل او پوره ټيم يې په 17.5 اوورو کې اؤټ شو.

د افغانستان فريد احمد په 7 اوورو کې د 21 رنزونو ورکولو په سر 7 کهلاړيان اؤټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وگرځيدو. د افغانستان لخوا په لمړي بيټنگ کې حشمت الله شېدي په 134 بالونو 100 رنزونه جوړ کړل او اؤټ نه شو .

نورو لوبغاړو کې عثمان غني 52 ، احسان الله 34 ، ناصر احمدزي 33 (ناټ اؤټ) او يونس احمدزي 28 رنزونه جوړ کړل. او د پاکستان څلورو بولرانو سلمان سعيد ، محمد افتاب ، کرامت علي او کامران غلام يو يو لوبغاړی وسوځؤلو.

د پاکستان په بېټسمېنانو کې اميرحمزه د ټولو زيات په 49 بالونو 13 رنزونه جوړ کړل . پاتې نورو لوبغاړو کې 12 سلمان سعيد ، سعود شکيل او کامران غلام 7 ، 7 رنزونه جوړ کړل او څلور کهلاړيان يې په 0 اؤټ شو .

د پاکستان لخوا په جوړ کړل شوؤ 52 رنزونو کې شپږ اېکسټرا رنزونه هم شامل دي .
د افغانستان په بولرانو کې فريد احمد 7 ، ضياالرحمان 2 او شراف الدين شريف يو کهلاړي وسوځوؤ.

د پاکستان او افغانستان د انډر 19 کرکټ لوبډلو ترمينځ د درې مېچونو سيريز کې لمړي دوه مېچونه پاکستان گټلي وو .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG