لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: دوه ځانمرگي بريدونو کې درې ملکي وگړي وژل شوي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې تېره اوونۍ هم دوه ځان مرگي بريدونه شوي وو ،
د افغانستان په پلازمينه کابل کې تېره اوونۍ هم دوه ځان مرگي بريدونه شوي وو ،

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د بهرنو اتحادي ځواکونو په کاروان ځانمرگي بريد کې يو ملکې وگړی او د ننگرهار صوبې په يوه ضلع کې د ملي اردو د گاډي مخې ته بل ځانمرگي ځان الوزولی او په دغې پېښه دوه ملکي وگړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د گل په ورځ سحر د نېټو ځواکونو په کاروان د شوي ځانمرگي بريد په اړه د کورنو چارو مرستيال وزير ايوب سالنگي وئيلي ، چې ځانمرگي حمله کوؤنکي د بارودو ډک گاډی د اېساف ځواکونو د کاروان سره الوزولی دی .

د راپورونو ترمخه د بريد په نتيجه کې يو ملکي وگړی وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .

د اېساف ځواکونو لخوا د بريد پخلی شوی ، او وئيل شوي بريد کې بهرنو ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوختی .

وسله والو طالبانو د بريد پړه په سر اخيستې ده .

راپورونه وايي ، نن د ننگرهار صوبې په غني خېلو ضلع کې هم د يو کلينک مخې ته ځانمرگي د ملي اردو د گاډي مخې ته ځان الوزولی ، چې له امله يي دوه ولسي وگړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د ننگرهار د امنيتي چارواکو په وينا وژل شوؤ کسانو کې يوه زنانه او ژوبلو کې هم يوه زنانه شامله ده . راپورونه وايي بريد کې د ملې اردو يو عسکر ژوبل شوی ، او درې گاډو ته يي زيان اوختی دی .

د افغانستان په پلازمينه کابل کې تېره اوونۍ هم دوه ځان مرگي بريدونه شوي وو ، او په نتيجه کې يې د ملي اردو د شپږو افسرانو په گډون اووه کسان وژل شوي ، او ۱۹ نور ژوبل شوي وو .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG