لاس رسیدونکی لینک

طالبان د امریکې سره نیغ په نیغه مذاکرات غواړي

  • ایاز گل

په قطر کې د طالبانو استازي

د افغانستان طالبان وايي په قطر کې دې د دوي سیاسي دفتر په رسمي توگه وپیژندلی شي، امریکا دې ورسره په مستقیم ډول مذاکراتو ته کښیني او د طالب مشرانو نومونه دې د ملگرو ملتونو د بندیزو فهرست نه لرې کړی شي او وايي هم دا په افغانستان کې د جگړې د ختمولو پرامنه لاره ده.

په قطر کې میشته د طالبانو ترجمان سهیل شاهین په دې خبره زور اچولی چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د نړي والو ځواکونو موجودگي په هیواد کې د جنگ د دوام بنیادي سبب دی.

په انټرنیټ په یو طالب پلوه ویب پاڼه باندې خپل بیان کې سهیل شاهین وویل "خارجي اشغالگر ځواکونه" د هیواد د خپلواکۍ او د سیاست او د حکومت د ازادۍ سرغړونه کوي.

"هم په دې وجه امریکا او اتحادیانو ته پکار دي چې د اشغال د ختمولو دپاره چې اسلامي امارت سره د نیغ په مذاکراتو دپاره میز ته راشي،" سهیل شاهین خپل بیان کې وویل.

بیان وايي که چرې امن د بل فریق هم هدف وي نو طالبانو ته دې په قطر کې د "سیاسي دفتر" پرانستلو اجازت ورکړی شي او د طالب مشرانو نومونه دې د ملگرو ملتونو د تور، بندیزونو، د فهرست نه لرې کړی شي.

طالب ترجمان وویل "د امن په لاره کې دا خنډان نشې نظر انداز کیدی" او خالي بیان بازي به د امن راوستلو پرځای د افغانستان مسله نوره هم کړکیچنه کړي.

طالبانو په کال ٢٠١٣ کې د قطر په سرښا دوحا کې خپل دفتر پرانستلو خو د افغان حکومت له خوا د احتجاج ورسته قطري مامورینو طالبان په رسمتي توگه دغه دفتر د استعمالولو نه منع کړل. افغان صدر اشرف غني هم د طالبانو دفتر ته د رسمیت ورکولو نه ډډه کړې ده.

صدر اشرف غني په افغانستان کې د طالبانو خلاف عسکري فعالیتونه تند کړې دي او د ملگرو ملتونو نه يي غوښتلې چې د طالبانو نوی مشر مولوي هیبت الله ترهگر وټاکي.

طالبانو هم په جنگ کې چټکتیا راوستي ده، حکومتي ځواکونو ته يي تلافات اړولې دي او نورې سیمې هم نیولې دي. په نتیجه کې يي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولي امکانات نور هم کم شوي دي.

په واشنگټن کې د ووډ رو ویلسین سینټر څیړنکار مایکل کوگل مین وايي طالبانو د مشر تابه نوم د ملگرو ملتونو د ترهگرو په فهرست کې د شاملولو کوښښ طالبانو سره د امن امید ته لویه ضربه ده. مایکل کوگل مین وايي امن دپاره د طالبانو د شرایطو د ردیدو نه داسې ښکاره کیږي چې په نژدې وخت کې د مذاکراتو څه امکان نشته.

صدر اشرف غني د پاکستان هم سخته غندنه کوي چې طالبان له خپلې خاورې څخه نه وباسي چې په نتیجه کې يي په افغانستان کې جنگ او خون ریزي دوام لري.

پاکستان په خپله خاوره طالبانو د موجودگۍ خبره ردوي.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد وايي طالب مشران هم په افغانستان کې دننه موجود دي او د جنگ رهبري کوي. مجاهد وي او ای ته ویلي په پاکستان کې مهاجرو دپاره د طالبانو ادارې په عمومي توگه جنوبي افغانستان او زیاتره هلمند ته منتقل کړی شوې دي. د هلمند گڼ شمیر ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

افغان مامورین اصرار کوي چې پاکستاني مامورین د طالبانو حمایت کوي. د شورو، چارشنبې، په ورځ په برسلز کې د نیټو خارجه وزیرانو غونډې ته وینا کې افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني وویل "مونږ د طالبانو دا دعوه رده وو چې د (طالبانو) ډلې رهبري شورا جنوبي هلمند ته د پاکستان څخه منتقل شوې ده."

او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان نفیس زکریا وویل پرځای ددې چې افغان مامورین په پاکستان الزامات ولگوي پکار ده چې د پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف همکاري وکړي.

نفیس زکریا وویل د پاکستان ځینې وسله والې ډلې د افغانستان څخه په پاکستان کې حملې کوي او کابل ته پکار دي چې خلاف يي اقدامات پورته کړي.

XS
SM
MD
LG