لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختیز افغانستان، طالبانو ځانمرگي حمله کې ٢٢ پولیس وژل شوي

په ورستۍ میاشتو کې طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو حملې تندي کړې دي. د کال ٢٠١۴ ختمیدو سره سم امریکائي او نیټو ځواکونو افغانستان کې خپلې جنگي کاروائې سر ته رسولې دي او افغان امنیتي ادارو د هیواد د امنیت ذمه وارۍ ترلاسه کړې دي. ویل کیږي هم په دې سبب د افغان ځواکونو تلافات هم زیات شوي دي

د افغانستان په ختیز کې د طالبانو په ځانمرگي حمله کې ٢٢ پولیس شوي دي.

د پولیس په مرکز حمله د لوگر ولایت په مرکز پل عالم کې د نهې یا سه شنبې په ورځ وشوه چې د سرښار کابل نه شا او خوا ٦٠ کلومیټره په جنوب کې پرته سیمه ده.

د ولایتي حکومت ترجمان دین محمد درویش د وینا ترمخه یو حمله کونکې د پولیس تاڼې په دروازه کې ځان پورې تړل بم خلاص کړو او دویم حمله کونکې د ودانۍ ددننه په داسې مهال چاودیدونکې مواد وچلول چې پولیس افسرانو غرمي ډوډۍ خوړله.

د ایسوسي ایټډ پریس خبري ادارې د رپورټ ترمخه حمله کې دوه ملکي کسان هم وژل شوي دي.

ای پي د لوگر ولایت د پولیس مشر جنرل عبدالحکیم اسحاقزۍ له قوله وايی حمله کونکو د پولیس دریشۍ اغوستي وي.

ای پي وايي د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د يي میل د لارې د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

په ورستۍ میاشتو کې طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو حملې تندي کړې دي. د کال ٢٠١۴ ختمیدو سره سم امریکائي او نیټو ځواکونو افغانستان کې خپلې جنگي کاروائې سر ته رسولې دي او افغان امنیتي ادارو د هیواد د امنیت ذمه وارۍ ترلاسه کړې دي. ویل کیږي هم په دې سبب د افغان ځواکونو تلافات هم زیات شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG