لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومتي ځواکونو موسا قلعه د طالبانو نه واخیستله


افغان مامورین وايي حکومتي ځواکونو طالبانو سره د څو ورځو د جگړې ورسته د هلمند ولایت په موسا قلعه اولسوالۍ د حکومت واکداري بیا پرځائې کړه.

طالبانو خلاف افغان ځواکونو پرمختگ د اتوار یا یکشنبې په ورځ کړی دی.

د دفاع وزارت ترجمان دولت وزیري خبریالانو ته وویل جگړه کې د ٢٠٠ نه زیات طالبانو وژل شوي او زخمیان شوي دي. نیټو عسکرو د افغان ځواکونو ملاتړ کولو.

دولت وزیري وویل یو عسکر ووژل شوی او یو شمیر نور زخمیان شوي دي خو مقامي مامورینو ویلي قامي عسکرو ته څه جاني زیان نه دی اوړیدلی.

طالبانو لخوا په حکومتي دعوه لا څه نه دي ویل شوي.

طالبانو د شورو یا پنجشنبې په ورځ په موسا قلعه قبضه کړې وه. په دغه جگړه کې ٣٥ افغان امنیتي عسکر وژل شوي وو.

ویل کیږي چې د هلمند دوه نورې اولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولقه کې دي. هلمند د کوکنارو یا د ډوډې پیداوار دپاره شهرت لري.

افغانستان کې د نیټو د مشن دلاندې هلمند کې برطانيي ځواکونه پرځائې کړی شوي وو. هلمند کې د برطانیي او امریکېې په سلگونو عسکرو ژوند دلاسه ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG