لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پسرلې د موسم جنگ اعلان کړو


"خارجي قابضین اوس هم ملکي خلکو خلاف د ډرون حملې او د شپې په وخت عملیات کوي او د بیسک سکیورټي ایگریمنټ د لاندې يي د فوج او ریجیم يي په مکمله توگه خپله ولکه کې اخیستی دی،" د طالبانو بیان وايي
"خارجي قابضین اوس هم ملکي خلکو خلاف د ډرون حملې او د شپې په وخت عملیات کوي او د بیسک سکیورټي ایگریمنټ د لاندې يي د فوج او ریجیم يي په مکمله توگه خپله ولکه کې اخیستی دی،" د طالبانو بیان وايي

د افغانستان طالبانو ویلي پسرلي د موسم جنگ به د جمعې د ورځې نه شورو کوي او یو وار يي بیا دا غوښتنه تکرار کړه چې باقي پاتې خارجي ځواکونه دې هم د هیواد نه وځي.

وي او ای ته په خپل بیان کې طالبانو وویل د "عزم" په نوم جنگ کې به "خارجي قابضین،" د هغوي مستقل پوځي مرکزونه او ددوي استخباراتي او سفارتي مرکزونه په هدف کولی شي.

د افغانستان استخبارات، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونه به هم په نخښه کولی شي، طالبانو وویل. د طالبانو بیان وايي که څه هم خارجي ځواکونو د خپلو جنگي کارویانو ختمولو اعلان کړی خو بیا هم د افغانستان چارې د "بیسک سکیورټي ایگریمنټ" یا د امنیت دوه اړخیز تړون د لارې چلولوي.

د طالبانو اشاره هغه معاهدې ته وه چې د افغانستان حکومت امریکې او نیټو سره لاس لیک کړې او ترمخه يي شا او خوا ١٢٠٠٠ خارجي ځواکونه هیواد کې پرځائې کړی شوي دي چې یو بنیادي مقصد يي د افغان امنیتي ځواکونو تربیه کول دي.

"خارجي قابضین اوس هم ملکي خلکو خلاف د ډرون حملې او د شپې په وخت عملیات کوي او د بیسک سکیورټي ایگریمنټ د لاندې يي د فوج او ریجیم يي په مکمله توگه خپله ولکه کې اخیستی دی،" د طالبانو بیان وايي.

د کال ٢٠١٥ په اړه تشویش دی چې د جنگونو له امله به ډیر خونړی کال وي.

ملگرو ملتونو خبرداری کړی چې د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې د جنگ دلاسه د ملکي کسانو په وژنه کې د تیر کال د دې مودې په مقابله کې اته فیصد اضافه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG