لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې طالبانو حمله کړې، ٢ کسان وژل شوي


د اتوار یا یک شنبې په ورځ کابل کې د پارلیمنټ غړي شکریه بارکزۍ د گاډو په قطار ځانمرگي برید کې درې کسان ووژل شو. هغه خپله محفوظ پاتې شوه
د اتوار یا یک شنبې په ورځ کابل کې د پارلیمنټ غړي شکریه بارکزۍ د گاډو په قطار ځانمرگي برید کې درې کسان ووژل شو. هغه خپله محفوظ پاتې شوه

د افغانستان سرښار کابل کې د سه نهې یا سه شنبې په ورځ د طالبانو په ځانمرگي حمله کې دوه کسان وژل شوي دي.

د افغان چارواکو د وینا ترمخه وژل شوې کسان د یوې کمپنۍ محافظین وو.

ځانمرگي حمله د کابل په پل چرغي برخه کې شوي او پکې د چاودیدونکو موادو نه ډک ټرک استعمال شوی دی.

طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

بم چاؤدنې د پل چرغي نه څو کلومیټره لرې په مرکزي کابل کې هم د مکانونو کړۍ ولړزولې او د پیښې د ځائې نه يي لوگي پورته کړل.

په کوم ځائې کې د حمله شوي هلته د خارجي کمپنو او نړي والو ځواکونو ودانۍ هم دي خو دا نه وه معلومه چې د حملې هدف څه وو. د افغانستان د حکومتي استخباراتي دفتر هم په سیمه کې موجود وو.

مبصرین وايي دا وخت چې نړي وال ځواکونه افغانستان نه د سږ کال په اخیره کې د بیرته تگ تیاری کوي، د افغان حکومت او خارجي عسکرو خلاف حملو کې چټکتیه راغلې ده او د طالبانو خلاف جگړه یواځې افغان ځواکونو ته پاتې شوي.

د اتوار یا یک شنبې په ورځ کابل کې د پارلیمنټ غړي شکریه بارکزۍ د گاډو په قطار ځانمرگي برید کې درې کسان ووژل شو. هغه خپله محفوظ پاتې شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG