لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځان مرگي بريدونو کې۳ ترکي انجينران او د ۳ پوليسو په گډون نور ۷ کسان وژل شوي


د افغانستان په ننگرهار او هلمند کې ځان مرگي بريدونه نن د گل په ورځ شوي دي
د افغانستان په ننگرهار او هلمند کې ځان مرگي بريدونه نن د گل په ورځ شوي دي

د افغانستان په ختيزکې پرتې صوبې ننگرهار کې يو موټر باندې بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې درې ترکي انجينيران وژل شوي اود يو بل انجينير په گډون دوه کسان ژوبل شوي دي . بل لور ته د هيواد جنوبي صوبې هلمند په گريشک ضلع کې په يوه ودانۍ ډله ييز بريد کی د درې پوليسو په گډون اووه کسان وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه نن د گل په ورځ سحر د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان ننگرهار صوبې په بهسود ولسوالۍ کې په هغه مهال رامنځته شوې ، چې ترکې انجينيران د جلال اباد په کونړ سړک باندې گاډي کې روان وو ، چې ځان مرگي پري بريد کړی دی .
چارواکو وئيلي پېښه کې درې ترکي انجينيران وژل شوي ، يو انجينيراو د چاؤدنې په ځايي موجود يو ماشوم هم ژوبل شوی دی .
د سيمي يو چارواکي محمد صديقي دولتزۍ وئيلي چاؤديدونکي بارودي مواد په موټر سائيکل ځايې په ځايې کړی شوي ؤ ، او الوزول شوي دي .
د ننگرهار صوبې د گورنر وياند احمدضيا عبدالزي بيا وئيلي چې د ترکيانو گاډی کله د بهسود بنگاه سيمي ته رسېدلی نو پرې ځان مرگی بريد شوی دی .
راپورونه وايي په هدف شوؤ انجينرانو د ترکي يوې کنسټرکشن يا (ودانو جوړولو ) کمپنۍ ٫٫ فردا ٬٬ کې کار کولو ، او دغه کمپني په بهسود ضلع کې د پوليس يو ودانی جوړوي . او انجينيران نن سحر دغې کمپنۍ ته کار له روان وو ، چې بريد پرې شوی دی .
د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د اتوار په ورځ د پاکستان پولې ته نزدې د افغانستان په کونړ صوبه کې د نيټو ځواکونو د بي پائلټه ډرون بريد کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو .
راپورونه وايي نن د گل په ورځ د هيواد جنوبي صوبې هلمند په گريشک ضلع کې په يوه ودانۍ ډله ييز بريد کی د درې پوليسو په گډون اووه کسان وژل شوي دي .
راپورونه وايي درې ځان مرگي بريد کوؤنکو د ضلعي گورنر په وداني ډله ييز بريد کړی ، او پوليس سره يې نښته هم شوې ده ، چې پکې درې پوليس ، يوبل دولتي کارکوؤنکی او درې واړه بريد کوؤنکي وژل شوي دي ، او درې پوليس ژوبل شوي دي .
د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې د بدامنۍ پېښې په داسې حال کې زياتې شوي ، چې په هيواد کې د جون په ۱۴م نيټه د صدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ ترسره کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG