لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې انتخابات ، د رائيو شمېرنه پېل شوې


صدر حامد کرزي د ټاکنو د ختمېدو وروستو په خپل يو پيغام کې وئيلي چې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو ترڅنگ د دوهم پړاؤ په ټاکنو کې په لويه کچه برخه اخستل د افغانانو گټه ده .
صدر حامد کرزي د ټاکنو د ختمېدو وروستو په خپل يو پيغام کې وئيلي چې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو ترڅنگ د دوهم پړاؤ په ټاکنو کې په لويه کچه برخه اخستل د افغانانو گټه ده .
افغانستان کې د صدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ سرته رسېدلی ، او د رائيو شمېرنه پېل شوې ده . د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر يوسف نورستاني وئيلي د اووه مليينه دپاسه خلکو په انتخابونو کې رائي کارولي دي .
افغانستان کې نن د خالي په ورځ د صدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ سحر په اووه بجې پېل شوی ، او تر مازيگر څلور بجو پورې رائي سرته رسېدلي دي ، او بيا د رائو شمېرنه پېل شوې ده .
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د امنيتي چارواکو سره په گډه د رائيو اچولو د وخت سر ته رسېدو وروستو يوې خبرې غونډې ته په وينا کې ووئيل د ټاکنو په ورځ ۶۱۸۴ د رايو ورکولو مرکزونه پرانستي شوي وو .
نوموړي زياته کړې چې څه دپاسه اووه مليينه خلکو رائي کارولي ، چې پکې ۳۸ فيصده زنانوؤ او ۶۲ فيصده رائي نارينوؤ کارولي دي .
افغانستان کې د صدارتي انتخابونو په دوهم پړاؤ کې د بدامنۍ ځينې پېښې رامنځته شوي ، او د کورونو چارو وزير محمد عمر داؤدزي وئيلي چې ټاکنې په کاميابۍ سرته رسېدلي ، خو نوموړي وئيلي چې بيا هم د بدامنۍ په رامنځته شوؤ پېښو کې ۲۰ ملکي وگړي ، ۱۵ ملي اردو سرتيري ، ۱۱ پوليس ، يو د ټاکنو د کميسون کارمند او ۶۰ وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي .

نوموړي زياته کړې چې د ټاکنو د لمړي پړاؤ په پرتله په دوهم پړاؤ کې د بدامنۍ د پېښو کچه ډېره کمه وه .
د افغانستان صدر حامد کرزي د ټاکنو د ختمېدو وروستو په خپل يو پيغام کې وئيلي چې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو ترڅنگ د دوهم پړاؤ په ټاکنو کې په لويه کچه برخه اخستل د افغانانو گټه ده .

نوموړي په خپل پيغام کې د صدارتي ټاکنو دواړو کانديدانو ته مبارکي هم ورکړې ده .
بل لور ته د افغانستان د پوځ سرلښکر جنرال شېر محمد کريمي وئيلي ، چې د ټاکنو دوهم پړاؤ يې د خلکو په ملاتړ په کاميابۍ ترسره کړو .
امنيتي چارواکو وئيلي که څه هم وسله والو مخالفينو د ټاکنو گډوډ کولو گواښونه کړي ؤ ، خو د هېواد ځواکونو امنيت ټينگ وساتلو ، او د وسله والو ټولې منصوبې يې ناکامه کړې .
د افغانستان د ټاکنو په دغه دوهم پړاؤ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ ډاکټر اشرف غني ترمينځ مقابله شوې او دواړو صدارتي کانديدانو په بيلو بيلو پولنگ سټېشنو رائي اچولي دي .

افغانستان کې وروستو له هغې ټاکنې دوهم ځل ته واوختې ، چې په پينځم اپريل ترسره شوؤ ټاکنو په لمړي پړاؤ کې په مجموعي توگه يو کانديد هم د ۵۰ فېصده زياتې رائي نه وې اخېستې . او د لمړي پړاؤ په ټاکنو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۵ فيصده او ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۱ فيصده رائي ترلاسه کړې وې .
د افغانستان د اساسي قانون يا ائين ترمخه کله چې په ټولټاکنو کې يو صدارتي کانديد هم د پنځوس فيصده نه زياتې رائي وانه خلي ، نو بيا به د ټولو کانديدانو د جملې څخه د هاغو دوه کانديدانو ترمينځ په دوهم ځل مقابله کېږي ، چې په لمړو ټاکنو کې يې تر ټولو زياتې رائي اخېستي وي .
د راپورونو ترمخه نن په دوهم ځل د ترسره شوؤ صدارتي ټاکنو لمړۍ غېر رسمي نتيجې به د جولائۍ د مياشتې په دوهمه نېټه اعلانيږي ، او ختمي نتيجې به په ۲۲م جولائۍ اعلان شي . او د ختمي نتيجو د اعلان وروستو به د اگست په دوهمه نيټه د افغانستان نوی صدرخپله لوړه پورته کړي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG