لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان ښونځیو کې د ماشومانو وهل ودروئ، سېو دي چېلډرن


سېو دي چېلډرن نومې دغې غېر دولتي ادارې د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د ماشومانو سره د روان تشدد په اړه يو رپوټ خپور کړی چې د ماشونو سره د تشدد بوګنونکي حقيقوته برسېره کوي
سېو دي چېلډرن نومې دغې غېر دولتي ادارې د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د ماشومانو سره د روان تشدد په اړه يو رپوټ خپور کړی چې د ماشونو سره د تشدد بوګنونکي حقيقوته برسېره کوي

د ماشومانو د تحفظ يوې غېر دولتي ادارې سېو دي چېلډرن په افغان حکومت غږ کړی په سکولونو کې دې ماشومانوته د بدني سزاګانو ورکولو مخه اونيسي.

غېر دولتي ادارې سېو دي چېلډرن دا غوښتنه په داسې حال کړې چې د افغانستان په شمالي بلخ ولايت کې د لسم ټولګي يو طالبعلم په سکول کې د سختې بدني سزا وروسته ساه ورکړې.

د افغانستان لپاره دماشومانو د تحفظ ادارې ډاېرېکټر اوونو وېن منېن ويلي سره ددې چې په افغانستان کې په سکولونو کې ماشومانو ته بدني سزا ګانې ورکول په قانوني توګه بند دي خو له بده مرغه دغه قانون په سختۍ سره نه عملي کېږي.

په پاکستان او افغانستان کې په سکولونو کې د ماشومانو وهل قانوني جرم دی خو په کور او سکول کې د قانون پرځای په دې متل زیات عمل کیږي: "چې چرته ډب وي نو هلته ادب وي"

ډاېرېکټر اوونو وېن منېن وایي وس هم د افغانستان په اکثرو برخو کې ماشومان په سکولونو او هم په کورونو کې وهل ټکول کېږي.

نوموړي د افغانستان د تعليم په وزارت غږ اوکړو چې دغه قانون دې په سختۍ سره عملي کړي-

نوموړي د افغانستان د حکومت تر څنګ په مور پلار، استاذانو او ټولنو هم غږ اوکړو چې دماشومانو د تشدد په ضد دې ګامونه واخلي-

سېو دي چېلډرن نومې دغې غېر دولتي ادارې د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د ماشومانو سره د روان تشدد په اړه يو رپوټ خپور کړی چې د ماشونو سره د تشدد بوګنونکي حقيقوته برسېره کوي.

دغه رپورټ د افغانستان په پينځه ولايتونو کې نزدې ۱۱۰۰ ماشومانو، مورپلار، د ماشومانو پالونکو او د ماشومانو دتحفظ د کارکونکو سره شوي نظر پوښتنو وروسته تيارشوې چې غټې خبرې يي دا دي:

  • په ۱۰ کې نهو ماشومانو ويلي دوي سره تشدد شوی
  • ۴۰٪ وېل دوي له لتې ورکړی شوي ۲۱٪ ووېل دوي له ساه خپه کړې شوې يا له مرۍ نه نيول شوي ۱۵٪ وويل دوي سوځول شوي
  • په دغه سروې کې په لسو کې څلور سړو ويلي د ماشومانو د لويولو او زدکړو لپاره دهغوي وهل ضروري دي

د سېو دي چېلډرن ډاېرېکټر وېن وايي په افغانستان کې د ماشومانو سره په ډېر کم عمر کې په خپل کوراو سکول کې وهل ټکول شرو شي په داسې تشدد کې لوي شوي واړه اکثر په جسماني او ذهني توګه کمزوري پاتې شي او دغه ماشومان چې ځلمي شي هغوي ته هم په نورو تشدد کول بد کار نه ښکاري او داسې دغه د تشدد لړۍ د ماشومانو نه لويواو دلويو نه ماشومانو ته ورتاوېږي.

د صحت ماهرين وايي بدني سزا د ذهني ودې په لاره کې لوي خنډ دی او هغه ماشومان چې په سکولونو کې بغېر د وهلو سبق ووايي په ذهني توګه د هغه ماشومانونه ډېر قابلان او تېز وي چې په سکولونو او کورونو کې ورسره وهل ټکول کېږي يا ورسره سخته لهجه کارول کېږي-

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG