لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اووه افغان عسکر بم چاودنه کې وژل شوي

افغان صدر حامد کرزي د کال ٢٠١۴ ورسته هیواد کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو په لړ کې د واشنگټن سره د امنیت معاهده لا نه ده لاس لیک کړي. واشنگټن وايي که چرې افغان حکومت معاهده زر لاس لیک نه کړي نو ممکنه ده چې ټول امریکائي عسکر د افغانستان نه ستانه کړي شي او دا رنگ په تیره لسیزه کې افغانستان کې د امن په مد کې ترلاسه شوي گټې د زیان سره مخامخ کیدی شی

د افغانستان په غربي فراح ولایت کې د سړک په غاړه د بم چاؤدیدو په نتیجه کې اووه افغان عسکر وژل شوي دي.
د چارواکو د وینا ترمخه چاودنه د اتوار په ورځ د ولایت په دللارام اولسوالۍ کې شوي ده.
په سمدستي توگه د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخېستې خو افغان او نړي وال پوځي چارواکې دداسې قسمه بریدونو پړه په طالبانو اچوي او طالبان هم وخت په وخت په نړي والو او افغان پوځیانو د حملو ذمه واري په خپل سر اخلي.
رپورټونه وايي په داسې مهال چې نړي وال ځواکونه افغانستان نه د بیرته تگ تیاری کوي او د امنیت مسولیت افغان عسکرو ته سپارلی کیږي، د افغان حکومت مخالفینو په حملو کې اضافه شوي ده چې غواړي لاس نه وتلې سېمې بیرته خپله ولکه کې اخلي.
افغانستان کې زیاتیدونکې ناقراري د ائنده د امنیت په هکله هم پوښتنې راپورته کوي چې آیا د نړي والو ځواکونو بیرته تگ ورسته به افغان ځواکونه امنیت پرځائې وساتلی شي او که نا؟
افغان صدر حامد کرزي د کال ٢٠١۴ ورسته هیواد کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو په لړ کې د واشنگټن سره د امنیت معاهده لا نه ده لاس لیک کړي. واشنگټن وايي که چرې افغان حکومت معاهده زر لاس لیک نه کړي نو ممکنه ده چې ټول امریکائي عسکر د افغانستان نه ستانه کړي شي او دا رنگ په تیره لسیزه کې افغانستان کې د امن په مد کې ترلاسه شوي گټې د زیان سره مخامخ کیدی شی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG