لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د پوځ دعوه رد کړی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه دعوه رد کړی چې په کې ویل شوي پاکستاني پوځیانو په دغه هیواد کې د یو ژوبل افغان پولیس ژوند ژغورلی او په افغانستان کې د ټپي پولیس علاج کړې .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي تیره ورځ د کونړ ولایت د سرکاڼو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغانستان او پاکستان د طالبانو په یو برید کې یو سرحدي پولېس ژوبل شوې وو. او د پاکستاني صححي کارکونکو لخوا د درملنې وروستو د نور علاج لپاره جلال اباد ته وړی شوی.

تېره ورځ دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې له خوا جاري شوي يو لنډ بيان ترمخهدپاکستان پوځيان دافغان چارواکو په خواست دپولې پورې غاړه تر ٦٠٠ؤ ميټرو ( دافغانستان) سيمې ته داخل شوي اؤ ددغه ځايې څخه يېيو ژوبل عسکر راويستلى دى.

دپاکستاني چارواکو وينا ده چې دغه افغان پوځيترهه گرو سره نښته کې ژوبل شوى ؤدپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ دمرکزي سيمې خار په يو هسپتال کېيې دمختصر علاج کيدو وروستو دافغان پوځ په يو هيلي کاپټر کېبيرته خپل هيواد تهرسول شوى دى.

پاکستاني پوځي چارواکي وائي چېافغان چارواکو ورڅخه دخپلپوځي دبچ کولو لپارهدمرستېخواست کړى ؤ چې له وروستو په پوله نزدې پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو کارروائي وکړه اؤ افغان پوځي يېخپلې خاورې ته راوړو. ژوبل شوى افغان عسکر دافغان پوځ په شاهين نومې پوسته گمارلى ؤ کومه چې دباجوړ نواپاس دسيمې څخهدڅو کلو ميټرو په فاصله ده.

په تيرو وختونو کېباجوړ ايجنسۍ کېدپاکستان پوځ دپولې پورې غاړه افغانستان څخه وراوښتو جنگيالو بريدونه کړياؤ افغان چارواکو پخپله خاورهدپاکستاني پوځ له لوريددغسې بريدونو څخه وروستو گوله بارۍ کې اولسي وگړو ته دمرگ ژوبلې په اوښتو په پاکستان نيوکې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG