لاس رسیدونکی لینک

افغانستان په خپله خاوره د ۲۳ پاکستاني عسکرو دوژنې تور رد کړی


د افغانستان د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې افغان حکومت به د دغې پېښې د حقائقومالومولو په لړ کې هر ممکن گام اوچتوي

د افغانستان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې نه تائيدوي چې گنې د پاکستاني ملېشې ۲۳عسکر د افغانستان په خاوره وژل شوي دي . د افغانستان د خارجه وزارت لخوا دغه بيان وروسته له هغې جاري شوی چې د وزيراعظم نواز شريف د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز په دغې اړه افغان سيال ته په مالديپ کې احتجاج کړی دی .

د افغانستان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې نه تائيدوي چې گنې د پاکستاني ملېشې ۲۳عسکر د افغانستان په خاوره وژل شوي دي .
د افغانستان د خارجه وزارت لخوا دغه بيان وروسته له هغې جاري شوی چې د وزيراعظم نواز شريف د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز په دغې اړه خپل افغان سيال ته په مالديپ کې احتجاج کړی دی .
د راپورونو ترمخه د افغانستان د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې افغان حکومت به د دغې پېښې د حقائقو مالومولو په لړ کې هر ممکن گام اوچتوي .
د تېر اتوار په شپه د پاکستاني طالبانو د تحريک د مهمندو ايجنسۍ مشر عمرخراساني ادعا کړې وه چې د ملېشې ۲۳ تښتول شوي عسکر يې وژلي دي . دغه عسکر په کال ۲۰۱۰م کې تښتول شوي وو .
د زيارت په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز چې د سارک په غونډه کې د گډون دپاره د مالديپ په دوره دی ، هلته يې خپل افغان سيال ضرار احمد عثماني ته په دغې اړه احتجاج کړی چې د ملېشې ۲۳ عسکر د افغانستان په خاوره وژل شوي دي .
د دفتر خارجه ترمخه سرتاج عزيزـ ضرار ته ورياده کړې چې په ورستيو کې انقره کې دپاکستان ، افغانستان او ترکي ترمينځه شوؤ خبرو اترو کې دواړه هېوادونه په دې خبره صلاح شوي وو ، چې نه يواځې خپله خاوره به د يو بل ضد کارولو ته پريږدي ، بلکې د هغو جنگيالو په ضد به عمليات هم کوي چې په بل هېواد بريد کوي .
د سرچينو ترمخه افغان خارجه وزير ضرار عثماني وئيلي چې مونږ په هره سيمه کېدونکي د ترهگرۍ غندنه کوؤ ، او نوموړي سرتاج عزيز ته باور ورکړی چې د پاکستان اندېښنې به د افغانستان د حکومت سره شريکوي .
د زيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال د خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي چې د تښتول شوؤ ايف سي دعسکرو په افغانستان کې د وژل کيدو په اړه تر دې مهاله پخلى نه دى شوى او څنگه چې د دغو عسکرو د اتې پتې په اړه نور معلومات ترلاسه اؤ پخلى وشي نوپه دغه ستونزه به د افغان حکومت سره رابطه کولى شي .
په عېن حال کې چې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمينځه د امن مذاکرات روان ؤ ، د طالبانو لخوا د ملېشې د ۲۳عسکرو د وژنې وروستو د حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې ځنډېدلي دي .
XS
SM
MD
LG