لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : بغلان صوبه کې سېلابونو ۷۰ کسان وژلي


د گذرگاه د والي وياند عبدالقادر نيازي په وينا ۷۰ کسان وژل شوي ، او سيمې ته د خلکو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه استول شوي دي .
د گذرگاه د والي وياند عبدالقادر نيازي په وينا ۷۰ کسان وژل شوي ، او سيمې ته د خلکو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه استول شوي دي .

د افغانستان په شمالي صوبې بغلان کې د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو راتلو په نتيجه کې په لسگونو کسان وژل شوي ، او چارواکو د خالي په ورځ د سېلابونو له امله د مړه شوؤ کسانو شمېره ۷۰ وئيلې ده چې پکې ماشومان او زنانه هم شامل دي .
د راپورنو ترمخه د افغانستان شمالي صوبې بغلان په گذرگاه نور ضلع کې سېلابونه د جمعې په ورځ سيمه کې د سختو بارانونو کېدو وروستو راغلي دي ، او د سيلابونو په نتيجه کې د ۷۰ نه زيات کسان مړه شوي دي .
د گذرگاه د والي وياند عبدالقادر نيازي په وينا ۷۰ کسان وژل شوي ، او سيمې ته د خلکو د مرستو دپاره امدادي ټيمونه استول شوي دي .
بل لور ته راپورونه د ځائي چارواکو د خلې وايي چې سېلابونو کې ۲۰۰ کسان مړه شوي او د ۱۰۰ نه زيات کورونه تباه شوي دي .
چارواکو وئيلي سيمي ته زمکنۍ لارې کټ شوي ، ځکه په مرستو رسولو کې ستونځې رامخې ته دي ، او سيمي ته د نه رسد له کبله د زيان کره اندازه هم نه کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG