لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله عبدالله ووټ شمیرنې نه د لاس په سر کیدو دړکه کړې


د ووټونو احتساب کونکې د جون په ١۴م شوي د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ انتخاباتو کې د اچول شوو ٨٠ لکو ووټو د کره توب جاج اخلي. ابتدائي نتائجو کې اشرف غني د عبدالله نه وړاندې وو خو دواړه امیدواران د گټي دعوه کوي
د ووټونو احتساب کونکې د جون په ١۴م شوي د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ انتخاباتو کې د اچول شوو ٨٠ لکو ووټو د کره توب جاج اخلي. ابتدائي نتائجو کې اشرف غني د عبدالله نه وړاندې وو خو دواړه امیدواران د گټي دعوه کوي

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو امیدوار ډاکټر عبدالله عبدالله دړکه کړې ده چې د ملگرو ملتونو د څارنې د لاندې ووټونو د بیا شمیرنې د عمل نه به لاس په سر شي، چې په نتیجه کې د جون په میاشت کې شوي صدارتي انتخابات د نورو پیچیدگیو سره مخ کیدی شي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخابي ډلې یو اهم غړي، فاضل احمد مناوي، د نهې په ورځ خبریالانو ته وویل د ووټونو د بیا شمیرنې په عمل کې د ووټونو جاج اخېستونکې دې ته نه دي تیار چې هغه رائې رد کړي چې دوي پرې اعترازات لري.

ښاغلي مناوي د ووټونو د بیا شمیرنې عمل ټوکه وگرځوله او وې ویل که چرې د شورو د ورځې پورې د عبدالله عبدالله تویش لرې نه کړی شو نو هغه به ددې عمل نه لاس په سر شي.

د ووټونو احتساب کونکې د جون په ١۴م شوي د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ انتخاباتو کې د اچول شوو ٨٠ لکو ووټو د کره توب جاج اخلي. ابتدائي نتائجو کې اشرف غني د عبدالله نه وړاندې وو خو دواړه امیدواران د گټي دعوه کوي.

د صدارتي ووټونو بیا شمیرنه د ملگرو ملتونو په نگرانۍ کې کولی شوی او بندوبست يي د امریکې خارجه وزیر جان کیري کړی وو کله چې هغه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ مفاهمت ترلاسه کړو.

د واشنگټن امید وو چې ووټونو د بیا شمیرنې عمل به سر ته ورسولی شوي او د اگست د میاشت تر اخیره پورې به نوي صدر په چوکۍ کښېني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG