لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د صدارتي انتخاباتو لومړنۍ نتیجې گټلي


په سمدستي توگه د ډاکټر عبدالله عبدالله ردعمل نه دی ښکاره شوی. خو هغه په صدر حامد کرزي او د حکومت په ځېنې نور چارواکو الزام لگولی چې انتخاباتو کې يي د اشرف غني په حق کې درغلې کړې ده
په سمدستي توگه د ډاکټر عبدالله عبدالله ردعمل نه دی ښکاره شوی. خو هغه په صدر حامد کرزي او د حکومت په ځېنې نور چارواکو الزام لگولی چې انتخاباتو کې يي د اشرف غني په حق کې درغلې کړې ده

د افغانستان د صدراتي انتخاباتو د دویم پړاو په ابتدائي نتائجو کې صدارتي امیدوار اشرف غني احمدزۍ بریالی گرځولی شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو کمیشن مشر یوسف نورستاني کابل کې د گل په ورځ د خبري غونډې په مهال ابتدائي نتائج اعلان کړل.

د کمیشن ترمخه اشرف غني احمدزۍ څلور اشاریه څلور میلینه ووټونه اخېستې دي چې د اچول شوي رایو شپږپنځوس اشاریه څلورڅلویښت فیصد برخه ده.

د هغه حریف ډاکټر عبدالله عبدالله درې اشاریه څلور میلینه ووټونه اخېستې دي چې د رایو درې څلویښت اشاریه پنځه شږ برخه ده.

د صدارتي انتخاباتو د دویم پړاو ووټونه د جون د میاشت په ١۴ مه نیټه شوي وو.

ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي وو ترڅو د انتخاباتو کې د ټولو بې قانونیو تحقیقات نه وي شوي، ابتدائي نتائج به نه تسلیموي.

په سمدستي توگه د ډاکټر عبدالله عبدالله ردعمل نه دی ښکاره شوی. خو هغه په صدر حامد کرزي او د حکومت په ځېنې نور چارواکو الزام لگولی چې انتخاباتو کې يي د اشرف غني په حق کې درغلې کړې ده.

اشرف غني احمدزۍ د خزانې وزیر پاتې شوی دی.

د صدارتي انتخاباتو جمود افغانستان کې د نسلي تاو تریخوالی راپارولی دی. اشرف غني احمدزۍ پښتون دی او ډاکټر عبدالله عبدالله تاجک دی. سیاسي جمود په داسې حال هم رامینځته شوی چې طالبانو حملې تندې کړې دي او نیټو ځواکونه د سږ کال په اخیره کې د بیرته تگ تیاری کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG