لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او انډونیزیا وایې دواړه به د ترهګرۍ پرضد په ګډه کار کوي


افغانستان او انډونیزیا وایې دواړه به د ترهګرۍ پرضد په ګډه کار کوي
افغانستان او انډونیزیا وایې دواړه به د ترهګرۍ پرضد په ګډه کار کوي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني انډونیزیا ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال ددغه هیواد د ولسمشرجاکو ویدودو سره لیدلي او د ترهګرۍ پرضد په ګډه کارکولو باندې ټینګار کړی.

اندونیزیا ته د افغان ولسمشر اشرف غني دوه ورځنی سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ په اقتصادي اړیکو باندې هم وڅرخېده او د ګډې همکارۍ په برخه کې یې یوشمیر تړونونه هم لاسلیک کړل.

د اندونیزیا ولسمشر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به یو ستر روغتون او یو اسلامي مرکز هم جوړ کړي.

داسې ښکاري چې د هغو کابو ۸۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو په اړه خبرې نه دي شوي چې دا مهال په اندونیزیا کې پراته دي چې نیمایي یې هزاره ګان دي.

په اصل کې دغه پناه غوښتونکي پدې هیله اندونیزیا ته ورغلي وه چې د کښتیو له لیارې ځان اسټرالیا ته ورسوي خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اسټرالیا لخوا د پولو له تړل کیدو وروسته ټول د اندونیزیا په جاوا او سوماترا کې پاتې شویدي.

اندونیزیا ته له رسېدو څو ورځې وړاندې اشرف غني د اسټرالیا په پلازمینه کې د هزاره ګانو لخوا له یوه لاریون سره مخامخ شو.

دې ته ورته کوم لاریون په جاکارتا کې ونشو خو د کډوالو او د بشري حقونو یو شمیر فعالینو پدې خبره مایوسي څرګنده کړه چې دغه مسله د یادو هیوادونو ترمنځ په رسمي خبرو کې یاده نه شوې نه ده.

د کډوالو په مسله کې د غني دریځ

ولسمشر غني د هغو افغانانو په اړه تر دې مهاله ډیره لږه اندېښنه څرګنده کړې چې یا له هیواد څخه بهر ته کډوال کیږي او یا هم د پناه غوښتلو لپاره نورو هیوادونو ته ځي.

هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له بي بي سي سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې زه له داسې خلکو سره هیڅ همدردي نه لرم.

ښاغلي غني دغه ډول افغانانو ته په اشاره وویل چې مونږ پرې په میلیونونه ډالر لګولي او دوي هیواد پرېږدي. ده په افغانانو غږ وکړ چې د خپل جګړه ځپلي هیواد په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.

ځینې خلک بیا په ولسمشر له دې امله نیوکې کوي چې خپل ماشومان یې له هیواد څخه د باندې په امریکا کې اوسېږي.

په افغانستان کې د نړیوالو مرستو سره سره اوس هم وسلوال طالبان نه دي مات شوي او داسې ښکاري چې په ډرون برید کې د دوي د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته یوځل بیا سره راټول شويدي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG