لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني تاجران افغانستان ته د پاکستاني ټرکونو په تگ د افغانستان د پابندۍ مخالفت کوي


افغانستان ته د پاکستاني ټرکونو په تگ د افغانستان پابندۍ په اړه د خیبر پښتونخوا تاجران وايی دا د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت او اقتصادي تعلقاتو لپاره منفي اقدام دی.

د خیبر پښتونخوا د تاجرانو د تنظېم چیمبر اف کامرس مشر زاهد الله شنواري وي او ای ډیوه ته وايي افغانستان پاکستان سره د ټرانزټ تجارت په معاهده کې هندوستان هم شاملول غواړي او افغانستان د پاکستان په تجارتي شیانو د ماليي یا ټیکس لگولو مخالفت کوی نو ځکه یې په پاکستاني ټرکونو پابندي لگولي ده.

ښاغلي شنواري وویل د افغانستان او پاکستان په سیاسي تعلقاتو کې کړکیچ د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت هم متاثر کړی دی او وس د گاونډي هیوادونو اقتصادي روابط د جمود ښکار دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اود پاکستان تاجرانو کوښښ شورع کړی دی د خپلو هیوادونو ترمنځ د تجارتي معاهدې په سر د تعطل کې پرېوتې مذاکرات بیا را ژوندۍ کړي.

په دې اړه په پیښور کې د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله د زاهدالله شنواري سره مرکه دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG