لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سیاسي گوندونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي


د عوامې نېشنل ګوند ېو مرکزي لېډر افراسېاب خټک وویل دواړه هیوادونه باید خپل منځو کې بد اعتمادي ختمه کړي. په افغان پاکستان پوله د پاکستان لگول شوی ازغن تار
د عوامې نېشنل ګوند ېو مرکزي لېډر افراسېاب خټک وویل دواړه هیوادونه باید خپل منځو کې بد اعتمادي ختمه کړي. په افغان پاکستان پوله د پاکستان لگول شوی ازغن تار

د پاکستان پښتون ملت پاله ګوندونو د افغان اولسمشر اشرف غنې لخواه پاکستان ته د مذاکرات وړاندېز او دې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر غبرګون مثبت بولی خو ورسره دغه ګوندونه په دې اړه د پاکستان د منتخب حکومت د بې وسې خبره هم کوي.

د افغان اولسمشر اشرف غنې لخواه پاکستان ته هر اړه خېزه مذاکرات پېغام ته غبرګون کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر خواجه اصف ویلي پاکستان وړاندې نه د افغانستان سره په هر ډول د خبرواترو په حق کښې دی.

دغه بېانونو ته غبرګون کښې د عوامې نېشنل ګوند ېو مرکزي لېډر افراسېاب خټک وویل دا مثبت پرمختګ دی خو تش په دې به لاس ته څه رانشي. هغه زیاته کړه دواړه هیوادونه به د خپل مېنځه بې باورۍ د ختموولو ډېر گامونه پورته کوي.

په مرکز او بلوچستان کښې په حکومتې اتحاد کښې شامل د پختونخواه ملې عوامې ګوند سېنټر عثمان کاکړ وویل هغه د دواړه خواؤ د مشرانو د بېانونو څه د گټه ورو نتېجو طمع نه لري.

ډېوه رېډېو سره خبرو کښې سېنټر کاکړ وویل د پاکستان منتخب حکومت او پارلېمان خارجه تګلارې او د افغانستان سره اړېکې په ځاې کوولو پحقله بې وسه دې گنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزېر دې ړومبې په دې معامعله خپل واک ووښاي.

په وورستو کښې د امرېکا صدر د افغانستان لپاره تګلارې اعلان کوولو په محال افغانستان کښې د لاس وهنې په سر په پاکستان سختې نېوکې کړې وې.

د پاکستان سېاسې او عسکرې قېادت د امرېکا دغه تورونه ردوي او قامي اسمبلۍ د ېو منظور کړې شوې قرارداد د لارې د امرېکايي صدر د پاکستان پحقله بېان غندنه کړي ده.

پاکستان کښې ېو شمېر لوې او واړه سېاسې ګوندونه او د څېړونکو اکثرېت په دې خبره قوې ېقېن لرې چه د پاکستان خارجه تګلارې کنټرول د هېواد طاقت وره پوځ تل په خپلو لاسو کښې ساتلې او په دې اړه منتخب حکومتونه څه ته نه پرېږدي.

د پاکستان بل ېو پختون ملت پاله قامې وطن پارټې هم د افغانستان سره د اړېکو پحقله د پاکستان کردار پله ګوتې پورته کوي.

څه موده وړاندې د افغانستان نه په واپسې د ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړې افتاب شېر پاو ډېوه رېډېو ته ویلي وو چې افغان اولسمشر د پاکستان سره خبرو کښې د درېم هېواد ناسته غواړي.

تېر کال د پاکستان د قامې اسمبلې اسپېکر د افغانستان سره اړېکو پحقله د سفارشاتو لپاره هم د افتاب شېرپاو په مشرې کښې پارلېمانې کمېټې جوړه کړې وه

خو د ېو کال نه زېات وخت تېرېدو باوجود دې سپارښنتو باندې عمل څه چه له تر اوسه دا د بحث لپاره پارلېمان ته هم نه دې وړاندې کړې شوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG