لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان او پاکستاني مامورینو د تاوتریخوالي په موضوعاتو خبرې اترې کړې


افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني اسلام آباد کې د وزیراعظم نواز شریف او قامي سلامتیه او خارجه چارو دپاره د نواز شریف مشیر سرتاج عزیز سره خبرې اترې وکړې
افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني اسلام آباد کې د وزیراعظم نواز شریف او قامي سلامتیه او خارجه چارو دپاره د نواز شریف مشیر سرتاج عزیز سره خبرې اترې وکړې

د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ کې د پاکستان دوره کړې ده، په داسې مهال چې کابل کې د ترهگرۍ ورستۍ حملو پسر د دواړو هیوادونو تعلقات د تاو تریخوالي ښکار شوې دي.

ښاغلي رباني سره د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر او موقتي دفاع وزیر هم د پاکستان په دوره دی.

افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني اسلام آباد کې د وزیراعظم نواز شریف او قامي سلامتیه او خارجه چارو دپاره د نواز شریف مشیر سرتاج عزیز سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلی رباني د اسلام آباد دوره په داسې حال کې کوي چې تیره هفته د افغانستان سرښار کابل کې ترهگرۍ په پرله پسې حملو کې د پنځوسو نه زیات کسان وژل شوې وو. کابل کې د تشدد تازه لړۍ د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې یو وارې بیا تاو تریخوالی راولاړ کړو او افغان صدر اشرف غني د حملو ذمه واري د هغه په وینا پاکستان کې میشته وسله ډلو واچوله.

سرتاج عزیز امید څرگند کړو چې اسلام آباد ته د صلاح الدین رباني ددورې او پاکستاني مامورینو سره د هغه خبرو اترو په نتیجه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ بد گمانۍ لرې کړی شي.

افغان خارجه وزیر سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا کې سرتاج عزیز وویل د کابل په تشویش به خبرې اترې کوي او امید لري که چرې د دواړو هیوادونو ترمېنځ څه غلط فهمیاني وې نو هغه به لرې شي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو وړمبی پړاؤ د پاکستان په کوربه توب د جولائي د میاشت په وومه نیټه شوی وو خو د مذاکراتو دویم دور چې د جولائي په یو دریرشمه نیټه کیدونکی وو طالبانو د مشر تابه ملا محمد عمر د مرگ د خبرونو رابرسیره کیدو ورسته وځنډولی شو.

سرتاج عزیز وویل د فریقینو تر منځ خبرو اترو کې په زړه پورې برمختگ شوی وو. هغه زیاته کړه پاکستان افغانستان کې سولې دپاره د پرامنه لارو چارو ملاتړ کوي.

سرتاج عزیز وویل مفاهمت بهترینه لاره خو ددې رهنمائي به افغان ترجیحات کوي ځکه چې د امن او د مفاهمت ددې عمل ملکیت او مشري د افغانانو په لاس کې ده.

سرتاج عزیز زیاته کړه افغان مامورینو سره به د امن مذاکرات بیا راژوندي کولو په موضوع هم خبرې اترې کیږي.

کابل کې د تشدد د تازه لړۍ ورسته افغان صدر اشرف غني وویل ددغه حملو منصوبه سازي د هغه په قول پاکستان کې میشته ترهگرو ډلو کړې وه. هغه وویل د پاکستان په خاوره د بمونو جوړولو کارخانې او د تربیی کیمپونه موجود دي چې افغانانو د وژلو دپاره پولې د پورې غاړې نه اجرتیان رالیږي.

سرتاج عزیز افغانستان کې د طالبانو حملو سره د پاکستان د تړون خبره رد کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG