لاس رسیدونکی لینک

صدر اشرف غني: د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالیږي


د وزیراعظم نوازشریف سره په ټیلې فون خبرو اترو کې افغان صدر پیښور سره نزدې بډه بیره کې د پاکستان د هوائي فوځ په مرکز د طالبانو د حملې غندنه هم وکړه او په حمله کې د وژل شوو فوجی او غیر فوجي مامورینو په مرگ يي نوازشریف سره غمرازي وکړه

د افغانستان صدر محمد اشرف غني ویلي د هیواد خاوره به د پاکستان خلاف استعمالیدو ته ور نه کړي.

د وزیراعظم نوازشریف سره په ټیلې فون خبرو اترو کې افغان صدر پیښور سره نزدې بډه بیره کې د پاکستان د هوائي فوځ په مرکز د طالبانو د حملې غندنه هم وکړه او په حمله کې د وژل شوو فوجی او غیر فوجي مامورینو په مرگ يي نوازشریف سره غمرازي وکړه.

وزیراعظم نواز شریف سره د صدر اشرف غني په ټیلې فون د رابطې تصدیق د نوازشریف د دفتر نه جاري شوي یو بیان کی شوی دی.

د جمعې په ورځ پېښور سره نزدې بډه بېره کلې کې د پاکستان د هوايي پوځ په کېمپ وسله وال بريد شوی ؤ چې د پوځ په وينا پکې ۲۹ پوځي عسکر او ۱۳حمله کوؤنکي وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې.

پاکستاني مامورین وايي په بډه بیره کې د حملې منصوبه سازي افغانستان کې شوې وه او حمله کونکې هم د افغانستان نه راغلي وو.

د گل یا دوشنبې په ورځ نوازشریف اسلام آباد کې د خپلې کابیني ځېنې اهمو غړو، د پوځ او استخباراتي ادارو مشرانو سره غونډه وکړه. د سرکاري بیان ترمخه، غونډه کې په بډه بیره کې د حملې په اړه افغانستان سره د ثبوتونو د شریکولو په اړه هم غور وشو.

افغانستان د پاکستاني مامورینو دعوي ردوي.

وزیراعظم نوازشریف سره په ټیلې فون خبرو کې افغان صدر اشرف غني وویل د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف استعمالیدو ته ور نه کړي.

ترهگرۍ په سر په یو بل د الزاماتو په تپلو د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې وخت په وخت تاوتریخوالی راپورته کیږي. لږه موده وړاندې افغان مامورینو کابل او د هیواد په ځېنې نورو برخو کې د خونړۍ حملو ذمه واري په پاکستان کې میشته وسله والو باندې اچولې وه چې پاکستانی مامورینو يي رودونه کړې وه

XS
SM
MD
LG