لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سرحد د خندق په سر پاکستان د افغانستان اعتراز رد کړی


د ډیورنډ په کرښه دوه کمیشنونه جوړ شوي دي. پاکستان وايي هره ورځ ٥٠٠٠٠ کسان پورې را پورځ ځي را ځي
د ډیورنډ په کرښه دوه کمیشنونه جوړ شوي دي. پاکستان وايي هره ورځ ٥٠٠٠٠ کسان پورې را پورځ ځي را ځي

پاکستاني ځواکونو افغانستان سره په پوله ۴٨٠ کلومیټره اوږد خندق کنستل شورو کړې دي چې د افغانستان لخوا پرې اعترازات راپورته شوي دي خو پاکستاني چاوراکو افغان تنقید رد کړی دی.

د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل عاصم سلیم باجوه وائس اف امریکا ته یوه مرکه کې ویلي خندق انتظامي او د امنیت برخه چې مقصد يي افغانستان سره شریکه پوله نوره محفوظول دي. هغه د کابل اعترازات رد کړل.

عاصم سلیم باجوه وايي "مونږ ته پکار دي چې خپل سرحدات محفوظ او خوندي کړو نو په دې لړ کې چې د پولې دې اړخته زمونږ په علاقه کې چې څه کیږي دا بالکل قانوني دي."

پاکستاني عسکري چارواکې وايي بلوچستان کې افغانستان سره جوړیدونکی خندق به دا میاشت سر ته ورسولی شي. خندق ۴٨٠ کلومیټره اوږد، د دواو میټرو نه زیات ژور او درې میټره پراخه دی.

چارواکې وايي د خندق مقصد په موثره توگه د ترهگرو د او د سمگلرانو د حرکت مخه نیول دي.

که څه هم افغان چارواکې وايي هیواد ته يي مشکوک ترهگر د پاکستان نه را اوړي خو کابل د ډیورنډ کرښه د نړي وال سرحد په توگه نه مني او که پاکستاني چارواکې په پوله د امنیت دپاره گامونه اخلي او اعتراز پرې کوي.

افغان صدر حامد کرزي د پاکستانۍ منصوبې د جاج اخیستلو دپاره یو کمیشن جوړ کړی دی.

د افغانستان د داخله وزارت ترجمان صدیق صدیقي د خندق مخالفت وکړو.

صدیق صدیقي وویل "مونږ ددې سخت مخالفت کوو او گڼو چې ددې هیڅ جواز نیشته."

د ډیورنډ په کرښه دوه کمیشنونه جوړ شوي دي. پاکستان وايي هره ورځ ٥٠٠٠٠ کسان پورې را پورځ ځي را ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG