لاس رسیدونکی لینک

افغان سفیر: پاکستان دې د افغانستان سره مثبت مذاکرات وکړي


افغان سفیر حمدالله محب د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره په یو تقریب کې لیده کاته وکړل

په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب امید څرگند کړی دی چې په افغانستان او په سیمه کې د امن او ثبات لپاره به پاکستان د افغانستان سره مثبتو خبرو ته اماده شي.

د وايس اف امریکا اردو څانگې سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ مرکه کې ښاغلي محب د هند او د امریکې سره د افغانستان په تعلقاتو او همکارۍ هم خبرې اترې وکړې.

هند سره د افغانستان د تعلقاتو په لړ کې افغان سفیر پاکستان ته دا ډاډ گیرنه تکرار کړه چې د کابل او د نوي دلي همکاري د اسلام اباد په تاوان نه ده او اسلام آباد ته نه دی پکار چې په دې برخه کې څه تشویش ولري.

"مونږ غواړو چې په جنوبي او مرکزي ایشیا کې خپل ټول گاونډیان رایوځای کول دپاره د پله کار وکړو،" حمدالله محب وویل.

امریکې سره د افغانستان د تعلقاتو په لړ کې ښاغلي محب وویل کابل غواړي چې د امریکې په مرسته سیمه کې ترهگري د همیش لپاره ختمه کړي. "مونږ د ترهگرۍ د خاتمي لپاره د امریکې عسکري او سفارتي کوښښونو ته اړتیا لرو."

پاکستان سره د افغانستان په تعلقاتو افغان سفیر وویل افغان حکومت غواړي چې پاکستاني مامورین ورسره گټه ورې خبرې اترې وکړي.

په ورستیو ورځو کې افغانستان ته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د سفر په اړه افغان سفیر وویل افغانستان د پاکستان سره تعمیري مذاکراتو ته سترگې په لاره دی.

"زمونږ امید دی چې پاکستان به زمونږ عاجزانه او مخلصانه وړاندیز واخلي، زمونږ سره به یوځای شي او په سیمه کې د ثبات لپاره به مثبت خبرې اترې وکړي" حمدالله محب وویل.

د وي او ای اردو څانگې سره د امرېکي پخواني سفیر زلمی خلیل زاد هم خبرې اترې وکړې.

د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په اړه زلمي خلیل زاد وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترمنځ د اعتماد کمی دی.

افغانستان ته د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ورستۍ دورې په اړه خلیل زاد وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ د مامورینو تگ راتگ غوره لار ده خو هغه زیاته کړه ضرورت ددې خبرې دی چې د په شوو لوظونو عملي اقدامات وشي.

هغه وویل پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان په اړه په خپله کړن لاره کې حقیقي بدولون وکړي.

"د هر چا دا امید دی د هر چا نه ځما مطلب امریکا او افغانستان دی چې د پاکستان په تگلاره کې به حقیقي بدولون راشي. هغه بدلون دا چې پاکستان به د طالبانو مشرانو ته پناه ځایونه نه ورکوي چې په پاکستان کې ژوند کوي. او حقاني ډلې ته به هم پناه نه ورکوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ورسره د ډیرې مودې راهسې روابط لري،" خلیل زاد وویل.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د پناه ځایونو خبره ردوي او په ځواب کې وايي د پاکستان حکومت مخالفین په افغانستان کې موجود دي او د هلته څخه په پاکستان کې د ترهگرۍ حملې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG