لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان د افیمو پیداوار به سږ کال ریکارډ حد ته رسي


د امریکې د وال سټریټ جرل نومې ورځپاڼې ترمخه سږ کال یو کلو افیم په ١١۴ ډالرو خرڅیدو چې په بیعه کې يي د تیر کال په مقابله کې ٢٠ فیصد کمی دی

د ملگرو ملتونو د نشۍ توکو د مخنیوي څانگه وايي سږ کال به افغانستان کې د افیمو پیدوار ریکارډ کچې ته زیاتیږي.

د یو این افس ان ډرگ اینډ کرائم یا د نشۍ شیانو او جرمونو په هکله د ملگرو ملتونو دفتر خپل رپورټ کې وايي تیر کال په مقابله کې افغانستان کې د افیمو په پیداوار کې ١٧ فیصد اضافه شوي ده او ٦۴٠٠ ټن ته رسیدلی دی.

رپورټ دا هم وايي افغانستان کې د افیمو د کښت مجموعي رقبه کې اووه فیصد اضافه. دا وخت افغانستان کې په ٢٢۴٠٠٠ هیکټر مزکه باندې افیم کرلی کیږي.

تجزیه کار وايي افغانستان د نړۍ د غیرقانوني افیمو ٨٠ فیصد برخه پیدا کوي او ددې د تجارت نه طالبان مالي گټې ترلاسه کوي.

کال ٢٠٠١ راهسې افغانستان کې طالبانو خلاف د پوځي کاروائي راهسې امریکا هیواد کې د نشۍ توکو د تجارت مخه نیولو باندې اووه اشاریه اته ارب ډالرې خرڅ کړې دي.

ملگري ملتونه وايي د نشۍ توکو تجارت د افغانستان د مجموعي قامي پیداوار یا جې ډي پي ٢٠ فیصد برخه ده او دې صنعت سره نیغ په نیغه یا په غیر مستقیمه توگه د ۴١٠٠٠٠ خلکو روزگار تړلی دی.

د امریکې د وال سټریټ جرل نومې ورځپاڼې ترمخه سږ کال یو کلو افیم په ١١۴ ډالرو خرڅیدو چې په بیعه کې يي د تیر کال په مقابله کې ٢٠ فیصد کمی دی.

د ملگرو ملتونو د یو چارواکې په وینا افغانستان نه د خارجي ځواکونو تگ ورسته د افیمو په کښت کې نوره اضافه هم کیدی شي.

د سږ کال ورسته یواځې ١٢٥٠٠ خارجي عسکر په افغانستان کې پرځائې وي چې د ترهگرۍ خلاف کاروایانې او د افغان ځواکونو تربیه به کوي.

XS
SM
MD
LG