لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د تاریخ امریکايي ماهرې نینسي ډوپري په کابل کې ساه ورکړه


افغانانو نینسي ډوپري خپله گڼله او د کال ١٩٩٦ نه تر د کال ٢٠٠١ پورې طالبانو په خپل واک کې هم هغه د خپل دندې نه نه ودرولي
افغانانو نینسي ډوپري خپله گڼله او د کال ١٩٩٦ نه تر د کال ٢٠٠١ پورې طالبانو په خپل واک کې هم هغه د خپل دندې نه نه ودرولي

د افغانستان د تاریخ، هنر او اثار قدیمه امریکايي ماهرې نینسي ډوپري د ٩٠ کلونو په عمر کې نن د اتوار، یکشبنې، په ورځ د ناروغۍ له قبله د کابل په یو هسپتال کې ساه ورکړه.

میرمن ډوپري په کال ١٩٦٢ کې د یو سفارتکار د کورودانې په توگه کابل ته ورسیده او بیا يي خپل ژوند د جنگ ځپلې هیواد د ثقافت محفوظ کولو ته وقف کړو.

په کال ٢٠١٣ کې نینسي ډوپري د افغانستان د تاریخ، ثقافت او ټولني د مطالعې دپاره په کابل یونیورسټۍ کې د "افغانستان سینټر" په نوم یو مرکز پرانستلو. هغه د ډیر وخت پورې ددغه مرکز مشره وه.

د کابل یونیورسټۍ د افغانستان مرکز په خپله ویب پاڼه لیکلي چې د ډوپري په نظر کې د مرکز قیام د افغانستان په بیا ودانولو کې خپل کردار ادا کول وو چې دا رنگ د افغانستان د تاریخ، ثقافت او سیاست کارپوهان به په یوځای کې راغونډ کړي.

په تیرو کلونو کې د وایس اف امریکا سره په مختلفو مرکو کې نینسي ډوپري ویلي وو د افغانستان د مرکز د قایمولو تصور هغې د افغانستان د تاریخ او د اثار قدیمه مشهور ماهر لوي ډوپري نه اخیستلو. نینسي د خپل سفارتکار خاوند د لوي ډوپري سره د واده لپاره پریښودی و.

په کال ١٩٧٩ نینسي ډوپري او د هغې خاوند پاکستان ته هجرت وکړو ځکه چې د کابل روس پلوه حکومت په هغې د امریکې دپاره د جاسوسۍ شک کولو.

په کال ١٩٨٩ کې د هغې د خاوند د مرگ نه ورسته هم هغه په پیښور کې میشته وه او د افغانستان د تاریخ د تحفظ کار يې هم د هلته نه کولو.

د ١٩٩٠ په خانه جنگۍ او ددې ورسته د طالبانو د راپورته کیدو پرته به هم هغه کابل ته تله او د ځان سره به يې کتابونه، نقشې او نادره ولسي موسیقې راوړله. په دغه مواد کې به حکومتي او غیر حکومتي دستاویزات، سروی رپورټونه او د خانه جنگۍ د وختونو ورځپاڼې شاملې وې.

وي او ای سره مرکو کې نینسي ډوپري ویلي وو د هغې سره کارکونکو د کابل په لارو کوڅو کې دداسې نایاب کتابونو پاڼې موندلې وي چې دوکاندارانو به کې خلکو ته د خوراک شیان ورکول او یا به دغه دپاڼې د خشاک په توگه استعمالیدې.

په کال ٢٠٠٨ کې د پیښور په یونیورسټي ټاون کې د وي او ای سره مرکه کې هغې ویلي وو دوکاندارانو به د نایاب کتابونه د ځان سره ایښي وو او خریدارانو ته خوراکي شیان ورکولو دپاره به یې ترې پاڼې شلولې. "مونږ کوښښ شروع کړو چې په ټول ښار کې وگرځو او چې کوم ځای یې موندلی شو دا کتابونه واخلو، دغه لوټ شوي کتابونه."

په کال ٢٠٠٥ کې نینسي ډوپري د څرې په ٣٠٠ گوتیو کې ټول دستاویزات وتړل او په خفیه توگه يي د پیښور نه کابل ته منتقل کړل. دغه دستاوزیرات د کابل یونیورسټۍ په افغانستان سیینټر کې محفوظ کړی شوي دي او د ډیجیټل ټیکنالوجۍ د لارې يي د نړۍ په گوټ گوټ کې ورته د افغانستان د مطالعې شاگردان رسايي لرلی شي. نینسي ډوپري د افغانستان په گوټ گوټ کې گرځیدلې وه او د خپل سفرونو په بنیاد يي د رهنمای کتابچې لیکلي دي.

افغانانو نینسي ډوپري خپله گڼله او د کال ١٩٩٦ نه تر د کال ٢٠٠١ پورې طالبانو په خپل واک کې هم هغه د خپل دندې نه نه ودرولي.

د نینسي ډوپري په مرگ د افغانستان مطبوعاتو هغې ته پیرزونې وړاندې کړې او په سوشل میډیا خلکو د هغې په مرگ غمرازي وکړه.

په کابل کې د امریکې سفارتخانې وویل د تیرو څو لسیزو راهسې نینسي ډوپري په افغانستان کې د امریکې ټولنې یوه ستنه وه او د افغانستان د تاریخ او ثقافت د محفوظ کولو دپاره يي نه ستړي کیدونکي خدمات ترسره کړي دي.

"د اینده نسلونه به میرمن ډوپري د امریکې او د افغانستان د تعلق او ملگرتیا د مضبوط والي د علامت په توگه یادوي،" امریکايي سفارت په خپل بیان کی وویل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG