لاس رسیدونکی لینک

افغانستان: د هلمند د نادعلي ولسوال په بريد کې وژل شوی


هلمند صوبه کې د تېرو درېو مياشتو راهسې د بدامنۍ په پېښو کې سېواوالی مخې ته راغلی دی .

د افغانستان د هلمند صوبې د نادعلي ضلعې ولسوال انورخان او د هغه يو ساتونکی مخافظ د وسله والو لخوا په يو بريد کې وژل شوي او شپږ ساتونکي يي ژوبل شوي دي .

د هلمند د گورنر وياند عمرځواک په وينا دغه پېښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې ، چې د نادعلي ولسوال انورخان د خپلو اووه ساتونکو سره په گاډي کې د صوبې مرکز لښکرگاه ته په لار روان ؤ . او د زوراباد په سيمه کې پرې وسله والو بريد کړی دی .

د نوموړي په وينا بريد کې ولسوال انورخان او د هغه يو ساتونکې وژل شوي او شپږ نور ساتونکي يي ژوبل شوي دي .

د بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

د راپورونو ترمخه هلمند صوبه کې د تېرو درېو مياشتو راهسې د بدامنۍ په پېښو کې سېواوالی مخې ته راغلی ، خو په سيمه کې د وسله والو لخوا په بريد کې ولسوال انورخان کوم لمړی حکومتي لوړ پوړی چارواکی دی ، چې په بريد کې وژل شوی دی .

راپورونه وايي بل لوري ته تېره شپه نامالومو کسانو د کابل او کندهار په لويه لار د زابل صوبې کرکز علاقې سره نزدې يو لوئې پُل په چاؤدېدونکو موادو الوزولی دی .

د زابل چارواکو وئيلي ، دغه پُل وسله والو طالبانو الوزولی ، خو وسله والو طالبانو په دغې اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی .

له دې وړاندې هم د کابل او کندهار په لويه لار دغه ډول يو شمېر پُلونه الوزول شوي دي .

XS
SM
MD
LG