لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ماسکو خپل مهم سیاسي متحد ګڼي: اتمر


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ماسکو کې د روسیې چارواکو سره د لیده کاتو وروسته ویلي افغانستان روسیه خپل یو مهم سیاسي متحد ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جمعې په ورځ د روسیې د ملي امنیت د شورا د سکرتر نېکولای پېټروشوف سره د افغانستان او روسیې په اړیکو خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د امریکا غږ اشنا ته وویل چې روسیې چارواکو د افغانستان ملي امنیت سلاکار ته ویلي چې د طالبانو سره د دغه هیواد تماسونه، د افغان حکومت پر مشرۍ د سولې بهیرته د دې ډلې د هڅولو په موخه نیول شوي دي.

ښاغلي غورځنګ وړاندې وویل "د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان دولت روسیه خپله مهمه سیمه ییزه متحده بولي او د ترهګرۍ ضد مبارزه، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې، د سولې او ثبات تامین او د نشه یي توکو له منځه وړلو په مبارزه کې یې هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري".

ښاغلي غورځنګ امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دې لېدنه کې دواړو خواود ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګیدواو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

نوموړي دا هم وویل چې ښاغلي اتمر په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د روسیې د دریځ هرکلی کړی چې له مخې یې دا هیواد غواړي د افغان حکومت په مشرۍ د افغان حکومت مخالف وسله وال د سولې بهیر سره یوځای کیدو ته هڅوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې د مسکو په نننۍ غونډه کې افغانستان سره د روسیې د امنیتي همکاریو په اړه هم مفصلې خبرې شوي او هم د غونډې برخه والو په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې دهلو ځلو په برخه کې خپلې ګډې اندېښنې سره شریکې کړي او پر وړانډې یې د ګډو تدابیرو په نیولو موافقه شوې ده.

په دې لېدنه کې، په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر عبدالقیوم کوچي او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوفهم ګډون درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG