لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بامیانو کې ۳۷ جوړو په ډلیزه توګه واده کړی


دا تصوېر په افغانستان کې د واده د ډوډۍ یو منظر ښاي خو د بامیانو د ودونو نه دی.
دا تصوېر په افغانستان کې د واده د ډوډۍ یو منظر ښاي خو د بامیانو د ودونو نه دی.

د افغانستان په بامیانو ولایت کې ۳۷ جوړو په ډلیزه توګه واده کړی تر څو په ودونو کې د ډیرو لګښتونو مخنیوي وشي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې دغه ډلیز واده د دوشنبې په ورځ ترسره شو چې په بامیانو کې د اطلاعاتو کلتو وزارت لخوا تنظیم شوی و.

په نویو واده کړو جوړو کې زده کونکي، د پوهنتون محصلین، مزدور کاران او داسې نور شامل وه.

په افغانستان کې د غلطو رواجونو او دودونو له امله د واده په مراسمو کې له حده زیات لګښت راځي چې ډیري وخت ځوانان مجبوره کیږي ددغو لګښتونو د پوره کولو لپاره له هېواد څخه بهر مزدورۍ ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د ځوانانو د چارو مرستیال سد کمال سادات وویل چې په ودونو کې له حده زیات لګښت ډیر غلط دود دی او باید په له منځه وړلو کې یې ټول په ګډه کار وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG