لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : بدخشان صوبه کې د غر ښويدو له امله په سلگونو کسان مړه شوي


د چارواکو په وينا د درې ورځو باران وريدو وروستو غر راښويدلی دی
د چارواکو په وينا د درې ورځو باران وريدو وروستو غر راښويدلی دی
د افغانستان په شمال ختيز کې پرته صوبه بدخشان کې د تيزو بارانونو وروستو غر ښويدلی ، چې نزدې د ۳۰۰ کورونو يو کلی يې لاندې کړی دی . چارواکو پېښه کې د ۳۵۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی ، او ځيني راپورونه وايي د غر لاندې ۲۰۰۰ کسان راغلي او ويره څرگنديږي ټول مړه شوي دي .
د راپورونو ترمخه د افغانستان په لرې پرته غرئيزه صوبه بدخشان کې د غر ښويدو پېښه د جمعې په ورځ د ماسپخين نه وروستو رامنځته شوې ده . چاوراکي وايي د غرد ښويدو پېښه د ارگو ولسوالۍ په اب باريک کلي رامنځته شوې ده . او په دغه کلي کې نزدې په ۲۵۰۰ خلکو مشتمل ۳۰۰ کوورنه دي .
د بدخشان صوبې گورنر شاه ولي الله وئيلي د غر لاندې ۲۰۰۰ کسان گير شوي دي ، او ۳۰۰ کورونه غونډ پريوتي دي .
د ملگرو ملتونو د مرستندويه ادراې چارواکو د ۳۵۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
د چارواکو په وينا د درې ورځو باران وريدو وروستو غر راښويدلی دی . علاقې ته امدادي ټيمونه روان کړی شوي او په امدادي کارونو لاس پورې کړی شوی خو ټيمونه د مشينرۍ د کمي سره مخ دي .
د سيمي د پوليس افسر فضيل الدين په وينا ، د هغې خلکو امداد او خوندي سيمو پله منتقل کول پکار دي ، چې د غر لاندې نه دي راغلي . او کوم خلک چي د خاورو لاندې گير شوي او ځانونه يې د لاسه ورکړي ، د هغوي دپاره په سمدستي توگه څه کول ډير ناممکنه ښکاري ځکه چې خاورې ډيرې دي او د مشينرۍ کمی دی .
ځيني راپورونه وايي پېښه کې د ۲۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي ، خو چارواکي وايي کره شميره مالومول لا گرانه ده .
داسي راپورونه هم دي چې د غر لاندې راغلي يو بل کلي ته هم دغه رنگ خطره ورپېښه ده ، او د دغه کلي نه خلکو کډي کول پيل کړي دي .
د افغانستان په شمالي غرئيزو سيمو کې دغه رنگ د غرونو ښويدو پېښې له دې وړاندې هم رامينځه شوي دي ، او په کال ۲۰۱۲م کې په بغلان صوبه کې د غر ښويدو په نتيجه کې ۷۱ کسان وژل شوي وو .
افغانستان کې په تيرو ورځو کې د سختو بارانونو وروستو سيلابونه راغلي او نزدي ۱۵۰ کسان د بارانونو او سيلابونو له امله هم مړه شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG