لاس رسیدونکی لینک

کندوز او بدخشان کې تشدد د لاسه ٧ کسان وژل شوي، ۱۷پوليس بې درکه دي


يو ځان مرگي بريد کوؤنکي د بارودو ډک گاډی د عدالت د وداني په دوازه کې الوزولی

د افغانستان په کندوز ولایت کي يو عدالت باندې ډله ييزه ځان مرگي بريدونو کې يو پوليس او شپږ وکيلان وژل شوي دي . او بل لور ته په بدخشان ولایت کې د وسله والو لخوا د بريدونو وروستو ۱۷ پوليس بې درکه دي .

د راپورونو ترمخه د گل په ورځ کندوز ولایت کې په عدالت باندې ډله ييز ځان مرگی بريد شوی ، او په دغه مهال تر څو ساعتو پورې جگړه هم شوې ده .

د کندوز چارواکو ويلي ، يو ځان مرگي بريد کوؤنکي د بارودو ډک گاډی د عدالت د وداني په دوازه کې الوزولی ، او درې نور وداني ته داخل شوي وو ، چې پوليس سره په مقابله کې وژل شوي دي .

د کندوز امنيتي مشر سيد سرور حسيني پېښه کې د شپږو وکيلانو او يو پوليس د وژل کېدو پخلی کړی ، او زياته کړې يي ده ، نهه نور وکيلان ، پوليس او يوه مېرمن په پېښه کې ژوبل شوي دي .

وسله والو طالبانو د بريد پړه په سراخيستې ده .

بل لور ته د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي وئيلي ، د بدخشان صوبې د وردوج ضلعې په صوفيانو کلي کې دوه ورځې وړاندې طالب وسله والو بريدونه کړي ، او د بريدونو وروستو ۱۷ پوليس سرتيري بې درکه دي .

کابل کې خبريالانو سره خبرو کې نوموړي وئيلي ، په سيمه کې د پوليس د لټون دپاره عمليات پېل کړی شوي ، او د کابل نه هم سيمې ته لوړ پوړي چارواکي او عسکر رسېدلي ، او په تېر شواروځ کې ۱۱ وسله وال مخالفين وژل شوي ، او د عملياتو په مهال درې پوليس مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي تېر کال هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ وسله والو بريدونه کړي او قبضه کړې يي وه ، خو د کورنو چارو د وزارت وياند وايي وردوج يي بيرته د وسله والو نه اخيستې او ۶۰۰ پوليس يي پکې ځايي په ځايي کړي وو . نوموړي زياته کړې وسله وال مخالفين بيا د دغې ضلعې د نيولو هڅه کوي .

XS
SM
MD
LG