لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مرکز سره چاودنه شوې


جم میټس د افغان صدر اشرف غني او نورو افغان مامورینو سره لیده کاته کوي
جم میټس د افغان صدر اشرف غني او نورو افغان مامورینو سره لیده کاته کوي

دافغانستان په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د ناټو او امریکايي ځواکونو په مرکز چاودنه شوې.

افغان چارواکو منلې چې د گل، دوشنبې، په ورځ غرمه یوه بجه د خوست ولایت مرکز اړوند دبهرنیو ځواکونو په مرکز د موټر بم چاودنه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

دخوست سیمه ییزو چاواکو ویلي، سیمه بهرنیوځواکونو کلابنده کړې او افغان امنیتي ځواکونو ته هم د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

په خوست ولایت کې د ناټو او امریکايی ځواکونو په پوځي مرکز د موټر بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې د امریکا متحدو ایالاتونو دفاع وزیر جیمزمټیس په یوه نه اعلان شوي سفر کابل ته ورسید اوټاکل شوې چې دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني، جیګپوړیو افغان پوځي او ملکي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ماټیس به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوړ رتبه امریکايي جنرال جان نکولسن سره هم خبرې کوي.

په خوست کې برید یواځې څو ورځې وروسته له هاغې وشو کله چې د وسلوالو مخالفینو یوې لس کسيزې ډلې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د شاهین قول اردو په ودانۍ ورننوتل او په ګڼ شمیر افغان سرتیري یې ووژل.

طالبانو ددغه برید پړه په غاړه اخیستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG