لاس رسیدونکی لینک

صدر کرزي: امریکې سره خراب تعلقات پاکستان او ترهگرۍ په سروو


د وائس اف امریکا اشنا ریډیو او ټیلې ویژن سره خصوصي مرکه کې افغان صدر په گڼو موضوعاتو د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه چې پکې امریکې سره تعلقات، ترهگرۍ خلاف جنگ، افغانستان کې د اداري فساد او هیواد کې د سولې غوندې اهم ټکې شامل وو

د افغانستان صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره يی تعلقات پاکستان او د ترهگرۍ خلاف جنگ په شمول د گڼ شمیر نور وجوهاتو په بنیاد خراب شوي وو او دا چې افغانانو امریکې ته په خلوص د ملگرتیا لاس ورکړو خو امریکې ورسره سیاسي چلن وکړو. افغان صدر دا گیله هم کوي چې امریکې افغانستان سره په لاس لیک شوو لوظنامو عمل نه دی کړی.

د وائس اف امریکا اشنا ریډیو او ټیلې ویژن سره خصوصي مرکه کې افغان صدر په گڼو موضوعاتو د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه چې پکې امریکې سره تعلقات، ترهگرۍ خلاف جنگ، افغانستان کې د اداري فساد او هیواد کې د سولې غوندې اهم ټکې شامل وو.

امریکې سره د امنیت دوه اړخیز تړون لاس کولو په هکله حامد کرزي وویل ترڅو طالبانو سره سوله نه وي شوي افغانستان کې امن نشې راتلی نو ځکه هغه طالبانو سره امن معاهدې د لاس لیک کولو دپاره شرط گرځولی دی.

ښاغلی کرزي وویل امریکې سره د تعلقاتو خرابیدو په وجوهاتو کې شخصي او قامي عوامل شامل وو. هغه وویل د تعلقاتو د خرابیدو تر ټولو لویه وجه ترهگرۍ خلاف جنگ وو.

افغان صدر وویل ترهگري د افغانستان په کلو او کورونو کې نه بلکه د افغانستان د خاورې نه بهر وه چرته چې ترهگرو پناه موندلي وه، چرته چې به ترهگر تربیه کیدل او مفکوره به ورته ورکړی کیده. خو هغه وايي امریکې په هیڅ وخت هلته لانړه.

"دا جنگ په افغانستان کې نه وو او اوس هم نه دی. نو ځما او د امریکې اختلاف پر دغه مسله وو او دا اختلاف باقي دی،" صدر کرزي وویل. که څه هم هغه د پاکستان نوم وا نخېستلو خو اشاره يي هم ددغه گاونډې هیواد په لوري وه چرته چې افغان او امریکائي چارواکو شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعده اهم مرکز گڼلو.

پاکستان به په خپله خاوره د افغان حکومت مخالف وسله والو د موجودگۍ رودنه کوله او د امریکې دا غوښتنې په ځنډولې چې شمالي وزیرستان کې ددې د وسله والو خلاف کاروائي وکړي. خو د جون د میاشت د ١٥ مې نټې نه پاکستاني ځواکونو شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف کاروائي شورو کړې ده. د نهې په ورځ یو پوځي ترجمان ويلي شمالي وزیرستان کې د کاروائي په مهال ۴۴٧ وسله وال او ٢٦ عسکر وژل شوي دي.

اشنا ریډیو اوټیلې ویژن سره مرکه کې افغان صدر وویل افغانستان امریکې ته په خلوص د ملگرتیا لاس ورکړو خو امریکې ورسره سیاسي چلن وکړو. ښاغلی کرزی وايي امریکې افغانستان سره کړې معاهدې نه دي عملي کړي.

افغانستان سره د سټریټیجک معاهدې یو اهم ټکی دا وو چې په افغانستان د حملې په صورت کې به يی امریکا دفاع کوي خو افغان صدر وايي د معاهدې د لاس لیک کیدو ١٠ ورځې ورستو پاکستان نه په افغانستان د توپو او راکټو ډزې وشوي، اول خو امریکې دا نه منل او کله چې ورته شواهد ورکړی شول نو بیا هم امریکې هیڅ وو نه کړل.

افغانستان کې د ادارې فساد په اهمو عواملو کې صدر کرزي خارجې شرکتونو چې زیاتره امریکائي وو لخوا افغانانو سره نیغ په نیغه قراردادونه کیدل گرځوي.

خو سره د امریکې د نیمگړي لوظونو، سیاسي چلن او د کړکیچ تعلقاتو، ښاغلي کرزی وايي افغانان د امریکې سره د ملگرتیا ښه تعلقات غواړي.

ښاغلی کرزی ١٣ کاله د صدارت په چوکۍ د کښیناستو ورسته اوس د کابل د ارگ نه تلونکی دی. هغه وايي ارگ د نوي صدر پاره اوس زیات بهتره ځائې دی.

د افغان صدر د اشنا ریډیو ټیلې ویژن سره مرکه دلته اوریدی شۍ. د مرکې په پیل کې افغان صدر د هغه تپوس ځواب وايي چې امریکې سره يي د تعلقاتو د خرابیدو عوامل څه وو:

XS
SM
MD
LG