لاس رسیدونکی لینک

افغان چارواکی: کندهار په ځانمرگي بریدونو کې پنجابیان هم شامل وو


مینه پال وايي د والي په دفتر د برید په وخت هلته د امنیتي چارواکو اونیزه غونډه روانه وه. هغه وايي په دې بریدونو کې پنځه دولتي عسکر او د یوې ښځې په شمول څلور عادي وگړي هم وژل شوي.

د افغانستان جنوبي ولایت کندهار کې چارواکې وايي د چهار شنبې په ورځ وژل شوو ٢٢ ځانمرگي برید کونکو کې پنجابیان هم شامل وو چې د پولې اخوا نه افغانستان ته اوښتې وو.

د کندهار والي ویاند دوا خان مینه پال وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي ځانمرگي برید کونکو سهار د ١١ بجو شا او خوا د والي په دفتر او امنیه قوماندانۍ باندې په یو وخت بریدونه شورو کړل، دوي د ١١ ،١١ په دواو ډلو کې وو خو د افغانستان امنیتي قواو يي ډیر په پیا وړتیا جواب ویلي او ټول حمله کونکې يي وژلې.

مینه پال وايي د والي په دفتر د برید په وخت هلته د امنیتي چارواکو اونیزه غونډه روانه وه. هغه وايي په دې بریدونو کې پنځه دولتي عسکر او د یوې ښځې په شمول څلور عادي وگړي هم وژل شوي.

د پیښې نور تفصیل د ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ سره د مینه پال په مرکه کې اوریدی شۍ:


  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG