لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دفاع وزارت وايي کندهار برید کې ۱۰ طالبان وژلي


د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال دولت وزيري ويلي د کندهار پوځې کېمپ کې تیره شپه د برید په مهال افغان عسکرو ۱۰ طالبان وژلي.

ښاغلي دولت وزیري ویلي د برید په مهال په دغه پوځي کیمپ کې۶۰ سرتيري موجود وو چې پکې ۴۳ وژل شوي نهه ژوبل، ۶ بې درکه او دوه تنه په بريد کې روغ وتلي دي.

تیره شپه د افغانستان کندهار صوبې په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز د وسله والو طالبانو ډله يیز بريد کې ۴۳ سرتيري وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

چارواکوويلي دغه بريد تېره شپه نزدې دوه نيمي بجې شوی ؤ د ميوند ولسوالۍ کې د چشمو په نوم پوځي کېمپ باندې ؤ.

يو پوځي افسر خواجه محمدعلوي وایس اف امريکا ته ویلي بريد تر سهار ۶ بجو پورې روان ؤ. هغه ويلي کېمپ يې د لږ وخت دپاره د لاسه وتلی خو بيرته يې نیولی دی، هغه ويلي لس بريدګر يې وژلي دي.

نوموړي سرتېرو ته د اوختي زيان کره شمېره نه ده ښودلې.

وسله والو طالبانو د بريد زمه واري منلې ده. د طالبانو د قاري يوسف احمد په نوم وياند ويلي د موټر بم په مټ يې دغه بريد کړی دی او د ۶۰ پورې افغان سرتېرو د وژنې ادعا يې کړې ده.

افغانستان کې روانه اوونۍ دا درېم وسله وال بريد دی چې افغان امنيتي سرتيري پکې په هدف کیږي.

د سه شنبې په ورځ پکتيا کې د پوليس په تربیتي مرکز او دفتر باندې وسله وال ډله يیز بريد کې د سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون د ۶۰ نه زيات تنه وژل شوي او نزدې ۲۵۰ ژوبل شوي وو.

د پکتيا په بريد کې د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبديانی هم وژل شوی ؤ.

د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه کې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د پوليس په مرکز د وسله والو طالبانو په بريد کې د سرتېرو په ګډون نزدې ۴۰ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG