لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکز‏ي کابل کې ځانمرگي حمله کې ٨ کسان وژل شوې دي


هم د زیارت په پنجشنبې په ورځ د یو فوجي هیلې کاپټر د غورځیدو له امله ١٢ عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوې دي
هم د زیارت په پنجشنبې په ورځ د یو فوجي هیلې کاپټر د غورځیدو له امله ١٢ عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوې دي

د افغانستان سرښار کابل په مرکز کې په ټرک کې ایښودل شوي بم د خلاصیدو په نتیجه کې اته کسان وژل شوي او ١٩٨ نرو کسان زخمیان شوې دي.

د کابل د پولیس مشر عبدالرحمان رحیمي د وینا ترمخه حمله کابل کې د دفاع وزارت د یوې ودانۍ سره نزدې د جمعې په ورځ د نمر خاته نه څو گنټې وړاندې شوې ده.

د کابل د هسپتال مشر ویلي چاودنه کې ١٩٨ کسان زخمیان شوې دي. د چاودنې ښکار زیارتره خلک ملکي کسان دي.

ښاغلي رحیمي ویلي په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د بم هدف کوم ځائې وو.

کابل کې د ځانمرگي حملې نه څو گنټې وړاندې د ختیز لوگر ولایت په مرکز پل عالم کې د بم چاودیدو په نتیجه کې اته کسان وژل شوي وو چې پکې درې پولیس او پنځه ملکي وگړي شامل وو. طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

کابل کې د حملې د ذمه وارۍ په هکله په سمدستي توگه څه نه دي ویل شوي.

او هم د زیارت په پنجشنبې په ورځ د یو فوجي هیلې کاپټر د غورځیدو له امله ١٢ عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوې دي.

د تشدد پیښې په داسې حال رامینځته شوې دي چې ملگرو ملتونو ویلي طالبانو خلاف د حکومتي ځواکونو په کاروائي کې د ملکي خلکو، په خصوصي توگه زنانه او ماشومانو، تلافات زیات شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG