د افغانستان سرښار کابل په مرکز کې د خلکو قهرژنې گڼې گوڼې یوه ښځه د قران سوزولو په الزام په وهلو وژله، مړی يي وسوزولو او بیا يي مړی دریاب کې لاهو کړو.
پولیس ویلي پیښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کابل په مرکز کې د شاه دو شمشیره مزار سره نزدې رامینځته شوي ده.
د رائټرز خبري ادارې ترمخه د وژل شوي زنانه کورنۍ ویلي هغه د تیرڅه وخت راهسې د ذهني ناروغۍ ښکار وه.
د افغانستان د داخله وزارت ترجمان ویلي د زنانه د وژل کیدو په لړ کې څلور کسان نیول شوې دي خو نور تفصیل مخې ته نه دی راغلی چې نیول شوي کسانو باندې په پیښه کې د څه قسمه الزام شک دی.
د جنورۍ په میاشت کې د فرانس شارلي ایبډو نومې ورځپاڼه کې د پیغمبر اسلام د خاکو په شائع کیدو هم پرتشدد احتجاجونه شوي وو.