لاس رسیدونکی لینک

داعش د کابل د امام زمان پر جومات د برید پړه ومنله


په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د کابل د امام زمان پر جومات باندې د برید مسولیت منلی.

دغې ډلې په خپله اعماق خبري پاڼه کې په داسې حال کې ادعا کړې وه چې دا برید لا روان وو. داعش ویلي چې دا برید د دوی دوو جنگیالیو ترسره کړی دی.

د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د خیرخانې په مینه کې د امام زمان پر جومات د وسله والو ډله ایز برید له نږدې پنځه ساعتو وروسته پاېی ته رسیدلی دی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویلي د خیرخانې مینې د نجارانو د قلعه په سیمه کې د امام زمان پر جومات د وسله والو برید پای ته رسیدلی دی.

ښاغلي مجاهد وویلي د دې برید جزئیات به لږ وروسته له رسنیو سره شریک شي.

نن د جمعې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه یو شمیر وسله والو د کابل د خیر خانې د قلعه نجاران په سیمه کې د امام زمان په نوم د شعیه مسلمانانو پر یو جومات ډله ایز برید کړی، چې لا هم په دغه جومات کې د وسله والو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تراوسه په دغه برید کې ۱۴ ملکي وګړو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، مرګ ژوبله رسیدلې او سربیره پر دې دوه پولیس هم پکې وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویلي چې تراوسه د پیښې له ځایه دوه مړي او پنځلس ټپیان د کابل امبولانس په واسطه په کابل کې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کابل د امینې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته پیښه تائید کړې او ویلي دي چې د برید په سر کې بریدګرو ډزې هم کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند سرپرست نجیب دانش هم د خپل فیسبوک پر پاڼه دا پیښه تائید کړې ده.

ښاغلي دانش ویلي "د یوولسمې حوزې د قلعه نجارانو په سیمه کې تروریستي برید شوی، د پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي".

ښاغلي دانش ویلي چې د پولیسو ځانګړي ځواکونه جومات ته ننوتي او تراوسه یې دوه بریدګر په ډزو وژلي دي. هغه ویلي چې زیات شمیر لمونځ کوونکي د ځانګړو ځواکونو له خوا له جومات رایستل شوي او ژغورل شوي دي.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې څومره نور بریدګر لا هم جګړې ته دوام ورکوي.

په سیمه کې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې بریدګرو جومات ته د ننوتلو وړاندې د جومات پر ساتوونکو ډزې وکړې او بیا جومات ته ننوتلي دي. څرګنده نه ده چې څومره لمونځ کوونکي لا هم په جومات کې بند پاتې دي.

د وي او اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG