د افغانستان ختیز ننگرهار ولایت مرکزي ښار جلال آباد کې شوي ځانمرگي حمله کې وژل شوو کسانو شمیره ١٣٥ ته رسیدلې ده. پیښه کې ١٢٥ کسان زخمیان شوي دي او ملگرو ملتونو د پیښې سخته غندنه کړې ده.
افغانستان کې د ملگرو ملتونو څانگه یونامه وايي د ملکي کسانو په وژنه کې تورن خلک د انسانیت خلاف جرمونو کې ککړ دي او باید چې مقدمې پرې وچلول شي.
جلال آباد کې د یکشنبې په ورځ، د پیښې یوه ورځ ورسته، ماتم نمانځلی کیدو.
د حملې ذمه واري شام او عراق کې فعاله وسله والې ډلې داعش په غاړه اخیستې ده. په دې اړه نور تفصیل کابل نه د وي او ای ډیوه خبریال کمال سادات رپورټ کې دلته اوریدی شۍ