لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش نایب مشر طالبانو سره شامل شوی، د طالبانو دعوه


 په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل نه په واشنگټن کې د انټرنیټ دلارې یوې خبرې غونډې ته وویل چې داعش په افغانستان کې خلافت قایمول غوښتل خو اوس دغه مرام سر ته نشي رسولی
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل نه په واشنگټن کې د انټرنیټ دلارې یوې خبرې غونډې ته وویل چې داعش په افغانستان کې خلافت قایمول غوښتل خو اوس دغه مرام سر ته نشي رسولی

د افغانستان طالبانو دعوه کړې ده چې په جنگ ځپلې هیواد کې دداعش وسله والې ډلې نایب مشر د دوي په صفونو کې شامل شوی دی او په داعش یې الزام لگولی چې په افغانستان کې "طالمانه" او "د اسلام او د مسلمانانو" پرضد فعالیتونه کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي مطبوعاتو ته لیږل شوي یو بیان کې وویل چې عبدالرازق مهدي چې د خراسان صوبې دپاره د داعش نایب مشر و، دغه ډلې یې پرېښودې او د طالبانو سره شامل شوی دی.

داعش افغانستان د خراسان په تاریخي نوم یادوي.

طالب ترجمان د یو تن د خبرو ریکارډ هم شریک کړی او وايي دا د ښاغلي مهدي اواز دی چې هغه پکې د داعش غندنه کوي او وايي دا ډله په افغانستان کې "طالمانه" فعالیتونه ترسره کوي او د "اسلام او د مسلمانانو" پرضد ده.

د وي او ای دپاره دا ممکنه نه وه چې د طالبانو د ترجمان د دعوې او یا د ښاغلي مهدي د رښتیاوالي حقیقت تصدیق وکړی شي.

طالب ترجمان په خپل بیان کې وويل د عبدالرزاق تعلق د افغانستان غربي فراه ولایت سره دی. ددې پرته د ښاغلي مهدي په هکله نور څه معلومات نشته. وحید مژده په کابل کې مېشته د طالبانو د چارو کارپوه ده، وايي دا خبره هم واضحه نه ده چې ایا مهدي افغان هم دی او که نا؟

ښاغلي مژده وویل طالبان به دغه دعوه داعش خلاف د پروپېگنډې په توگه هم استعمالوي.

د طالبانو دعوه په داسې کې مخې ته راغلې چې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ د افغانستان په جوزجان او ننگرهار ولایتونو کې نښتې شوي دي. په جوزجان کې د ځايي وسله والو ترڅنگ د اسلامک مومنټ اف ازبکستان وسله وال هم داعش کې ورگډ شوي دي. دغه ډله وړاندې د طالبانو او د القاعده سره تړلې وه.

د داعش او طالب وسله والو ترمنځ تازه نښتې د ننگرهار په خوگیاني اولسوالۍ کې شوي دي. د دواړو ډلو ترمنځ د جگړو له امله په سلگونو کورنۍ په کډه کولو مجبور شوي دي.

د داعش د خراسان څانگې بنیاد د حافظ سعید خان په نوم یو پخواني پاکستاني طالب کمانډر په ننگرهار ولایت کې کښېودی و. حافظ سعید خان سره د یو شمیر نورو وسله والو په کال ٢٠١٥ کې په یو وډیو کې ښکاره شوی و او داعش د حمایت اعلان یې کړی و.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل نه په واشنگټن کې د انټرنیټ دلارې یوې خبرې غونډې ته وویل چې داعش په افغانستان کې خلافت قایمول غوښتل خو اوس دغه مرام سر ته نشي رسولی.

جنرل نکلسن وویل د داعش زیات تره وسله وال د تحریک طالبان پاکستان پخواني غړي دي او تعلق یې د پاکستان د اورکزو قبیلې سره دی.

جنرل نکلسن وویل د افغانستان دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگلارې ترمخه افغان او امریکايي ځواکونو د داعش په هدفونو حملې تندې کړې دي. هغه وویل د مارچ د میاشت راهسې د داعش پرضد ١۴٠٠ هوايي او ځمکنۍ حملې ترسره شوي دي چې پکې د ډلې ١٦٠٠ وسله د میدان جنگ نه لرې کړی شوي دي او د ډلې ٦٠٠ پناه ځایونه او نورې ودانۍ تباه شوي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او په پراخه کچه د جنوبي ایشیا دپاره د نوي تگلارې اعلان د سږ کال د اگست په میاشت کې کړی دی.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای ایکسټریمزم واچ ډېسک یا په تندروۍ نظر ساتونکی د وي او ای څانگې دپاره خبریال نور زاهد لیکلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG