لاس رسیدونکی لینک

جنوبي افغانستان کې ٥ امریکائي عسکر وژل شوي


د زابل د پولیسو مشر غلام سخي روغ لیوني خبریالانو ته ویلي ائتلافي ځواکونه زابل کې د یوې کاروائي نه بیرته تلل چې وسله والو ورته لار ونیوله او حمله يي پرې وکړه. ائتلافي ځواکونو په ځواب کې د هوائی کومک غوښتنه وکړه. هوائي بمبار کې په غلطۍ ائتلافي ځواکونه ولگیدل
د افغانستان په جنوبي زابل ولایت کې د وسله والو خلاف کاروائي کې پنځه امریکایان او یو افغان عسکر وژل شوی دی. د امریکې دفاع وزارت ویلي ممکنه ده عسکر د خپلو ملگرو په ډزو کې وژل شوي وي.
افغانستان کې میشته نړي والو ځواکونو ائیساف ویلي عسکر په داسې مهال وژل شوي کله چې يي د امنیت په اړه کاروائي کې د مخالفینو سره ټکر وشو.
د نهې په ورځ د پېښې په هکله بیان کې ائیساف وویل دا امکان موجود دی چې عسکر د خپلو ملگرو په ډزو کې وژل شوې وې.
د زابل د پولیسو مشر غلام سخي روغ لیوني خبریالانو ته ویلي ائتلافي ځواکونه زابل کې د یوې کاروائي نه بیرته تلل چې وسله والو ورته لار ونیوله او حمله يي پرې وکړه. ائتلافي ځواکونو په ځواب کې د هوائی کومک غوښتنه وکړه. هوائي بمبار کې په غلطۍ ائتلافي ځواکونه ولگیدل.
طالبانو د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
بلخوا، د کابل سره نزدې د لوگر ولایت په محمد اغا ولسوالۍ کې وسله والو اته مائن پاکونکې وژلې او دوه نور يي زخمیان کړې دي.
او د زابل سره نزدې غزي ولایت کې وسله والو د قندهار پوهنتون ٣۴ طالب علمان او استازان تښتولې دي. د یونیورسټۍ استازان او شاگردان کابل ته روان وو چې غزنې کې پرې حمله وشوه. یو استاز زخمي شوی دی. د غزي ولایت د والي یا گورنر ترجمان محمد شفیق د پیښې تصدیق کړی دی.
XS
SM
MD
LG