لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش گواښ په جوزجان کې د ښوونځیو د تړلو سبب شوی


د جوزجان ولایت محلي مقامات وایي په درزآب او خانقاه ولسوالیو کې د داعش د امنیتي گواښونو په وجه شاوخوا ٢٧ ښوونځي تړل شوي دي.

د جوزجان ولایت د ښونې مسوولین وایي چې همدا اوس د درز آب په ولسوالۍ کې څه دپاسه ١٨ زره زده کوونکي د داعش له ویرې ښوونځیو ته نه ځي.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د ډلې گواښ ددې سبب شوی دی چې د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر له ډول ډول ازمون سره مخامخ شي.

د جوزجان ولایت د معارف رئیس عبدالحی یشین، د امریکا غږ ته وویل چې "کورنۍ ددې ډلې [داعش] د گواښونو له ویرې خپل اولادونه حتی هغو ښوونځیو ته هم نه استوي چې د حکومت تر ادارې لاندې دي."

د درزآب ولسوالۍ یو اوسیدونکي عبدالمراد د امریکا غږ ته وویل جې د داعش د گواښونو په وجه خپل اولادونه ښوونځي ته نه استوي.

هغه وویل "زمونږ ښوونځي تړلي دي، د درزآب په ولسوالۍ کې قومانداني د دولت په لاس کې ده او ولسوالي د داعش په لاس کې. درس او تعلیم نشته، داعشیان [خلک] وژني او نه یې پریږي".

د درزآب ولسوال باز محمد داور امریکا غږ ته ویلي چې له ښوونځي نه د ١٨ زره زده کوونکو پاته کیدل یوه فاجعه ده.

ښاغلي داور وویل "۲۵ ښوونځي د داعش رپه ولکه کې دي، زمونږ ښوونکي نه شي کولای هلته لاړ شي او تدریس ورکړي. زده کوونکي هم نشي تلای، هغه ښوونځي چې د دولت په تصرف کې دي هلته هم زده کوونکي د داعش له ویرې نشي تلای".

هغه زیاته کړه چې داعشیانو ځایي خلکو ته ویلي چې اولادونه دې مکتب نه استوي.

د جوزجان ولایت د درزآب او قوش تپه ولسوالۍ شاوخوا دوه سوه ښوونځي لري. خو د سرپل ولایت سره د گډې پولې په خاطر دغه دوه ولسوالۍ د داعش د فعالیت په مرکز اوښتې دي.

همداشان د جوزجان د خانقاه په ولسوالۍ کې هم دوه ښوونځي د طالبانو او داعش د گواښونو له وجې تړلي دي.

د جوزجان ولایت د والي ویاند رضا غفوري د امریکا غږ ته وویل چې هڅه کوي د سیمې د اوسیدونکو په منځگړتوب دغه ښوونځي بیرته فعال کړي خو تر اوسه د داعش سخت دریځه دې کار ته نه دي حاضر شوي.

یادگیرنه: د خبریال میرویس بیژن دا خبر د وي او اشنا ریډیو نه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG