لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان افغانستان ته د لومړي ټېسټ بلنه ورکړه خو د پاکستان سره کرکټ لوبې نه کوي


په هندوستان کې د کرکټ د کنټرول بورډ (بي سي سي آی) د دوشنبې په ورځ دا ومنله چې د افغانستان د ټېسټ میچونو کوربه شي خو پاکستان ته یې لیوالتیا نه ده ښودلې.

په خبر کې راغلي دي چې د افغانستان د کریکټ لوبډله په نړیواله توګه په چټکۍ سره پرمختګ کوي که څه هم د هېواد دننه ډیرې ستونزې لري.

د افغانستان د کرکیټ لوبډله به له هند سره خپله لومړنۍ ټسټ لوبه په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې کوي چې دقیقه نېټه به یې وروسته اعلان شي.

بل پلو پاکستان چې له هندوستان سره د کرکټ لوبي غواړي د هندوستان لخوا نه دی منل شوی.

هند او پاکستان له یوه بله سره د سیاسي فشارونو له امله له ۲۰۱۲ کال راهیسې په خپلو کې د کرکټ سیالۍ نه دې کړي.

افغانستان په جون کې وروسته له هاغې چې د او ډي آی او ټي ټوینټي لوبو کې خورا زیات وځلېده له ایرلنډ سره هم د ټیسټ لوبو چانس راخپل کړ.

د بي سي سي آی سرپرست مشر امیتاب چودري وویل چې ټاکل شوې وه افغانستان په ۲۰۱۹ کې له اسټرالیا سره ټیسټ لوبې وکړي خو د افغانستان او هند ترمنځ د ښو اړیکو له امله مونږ پریکړه وکړه چې مونږ یې د لومړنۍ ټیسټ لوبو کوربه شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل هم په چټکۍ سره له بي سي سي آی څخه مننه وکړه چې افغانستان یې له ځان سره خپلې لومړنۍ ټیسټ لوبو ته ومانه.

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ټیسټ لوبو دقیقه نېټه به د یوه دوه اړخیزې خبري غونډې پرمهال روښانه شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي لخوا افغانستان او ایرلنډ ته په جون میاشت کې د پوره غړیتوب حق ورکړ چې پدې توګه به دغه دواړه هېوادونه د کرکټ په ټېسټ لوبو کې ۱۱م او ۱۲ م هېوادونه وي.

هندوستان د کرکټ د پنځه ورځنیو سیالو کې افغانستان ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ بي سي سي آی له افغانستان سره په یوشمېر نورو برخو کې هم مرسته کړېده.

د دغه جګړه ځپلي هېواد د کرکټ لوبدلې ته د هندوستان په کورنیو لوبو کې هم بلنه ورکړل شوه چې تر ټولو رووستۍ لوبه یې د هند په نویډا کې له ایرلنډ سره وه.

راشد خان او محمد نبي لومړني افغان کرکټ لوبغاړي وه چې ددې کال په سر کې د آی پي ال لخوا واخیستل شول.

د افغانستان د کرکټ لوبډله په ۲۰۱۰ کې د کرکټ د ټي ټوینټي لوبو راهیسې خورا زیاته پرمخ ولاړه.

د افغانستان د کرکټ لوبډله په لنډو لوبو کې نهم ځای او په پنځوۍ اوریزو لوبو کې یولسم ځای لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG