لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله او مودي د هند او افغانستان په ستراتیژیکې همکارۍ ټینگار وکړ


د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله غبدالله او د هند صدراعظم نریندرا مودي سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه لیدنه کتنه کې دواړو خوا په خپل منځي ستراتیژیکو اړیکو او همکارۍ ټینگار وکړ.

د هند او افغانستان مشرانو په هغو پریکړو ټینگار وکړ چې په نوي ډهلي کې د دواړو هیوادو د ستراتیژیکې شراکت د شورا په غونډه کې مطرح شوې وې.

ښاغلي عبدالله د نوي ډهلي هغه هڅې وستایلې چې د افغانستان په زیربنایي چارو او د ظرفیتونو په لوړولو کې کړي او کوي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله همداشان د هند د صدراعظم سره د ترهګرۍ په ګواښونو او ننګونو هم خبرې وکړې.

اجرائیه رئيس د پنجشنبه سهار نوي ډهلي ته ورسېد په پام کې ده، چې د ښاغلي مودي سره د کتنې ترڅنګ ددغه هیواد له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره وگوري.

له سفر دمخه د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي امریکا غږ ته وویل "د هند له صدراعظم، رئیس جمهور او د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې به اجرائیه رئيس د دواړو هیوادونو په اړیکو، په سیمه کې د ترهګرۍ په ګواښونو او خطرونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې په سر او په ځانګړي ډول د امریکا د نوې ستراتيژۍ وروسته د ترهګرۍ په ګواښونو به بحثونه ولري".

سوداګریز نندارتون

د هند او افغانستان څلور ورځنی سوداګریز نندارتون چې تېره ورځ د هند په پلازمینې نوي ډهلي کې د ای ټي سي موریا په هوټل کې پرانستل شوی وو نن عملا د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په ويناء وو سره پيل شو.

په پام کې وه چې اجرائيه رئیس تېره ورځ ددغه نندارتون پرانستې ته ورشي، خو په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر د ترهګریز برید وروسته د اجرائيه رئیس سفر نن ته ځنډېدلی وو.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وویل "دا نندارتون یو ښه فرصت دی ترڅو هندي او افغاني شرکتونه په خپلو کې سره موافقتنامې لاسلیک کړي او هندي او افغاني سوداګر ګډ کار سره وکړي، افغان حکومت د هندي پانګوالو پانګونې ته هرکلی کوي".

ددې سوداګریز نندارتون ملاتړ د امریکا د یو ایس ای ډي ادارې کړی دی. پدغه نندارتون کې په کابل کې د امریکا د سفارت شاژدافیر هم برخه اخېستې ده.

پدغه نندارتون کې دوه سوه افغان سوداګریزو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. قالینې، قیمتي ډبرې، زعفران، لاسي صنایعې، وچه او لنده میوه هغه سوداګریز توکي دي، چې د افغان سوداګریزو شرکتونو له خوا پدغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

پدې نندارتون کې د پنځه سوه په شاوخوا کې هندي شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا نندارتون د تعلیم، روغتیا او انرژۍ د برخې نندارې هم لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG