لاس رسیدونکی لینک

په بلخ کې د سره صلیب خارجي کارکونکي وژل شوي ده


تیره هفته د ايي سي ار سي یا د سره صلیب دوه کارکونکي د اووه میاشتو د بند نه ازاد کړی شول. دا کسان په جوزجان ولایت کې نامعلومه وسله والو تښتولي وو.

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې د طبي امداد نړي والې ادارې انټرنیشنل کمیټي اف دي ریډ کراس یا سره صلیب یوه خارجي میرمن کارکونکي یو تن په ډزو ووژله.

د ايي سي ار سي ترجمان احمد رمین ایاز وایس اف امریکا ته وویل دغه پیښه د گل، دوشنبې، په ورځ د بلخ په مرکز مزارشریف کې د امدادي ادارې په شفاخانه کې رامنځته شوه.

د وژل شوي میرمن شناخت د کورینا اینيبرال پیریز په نوم شوی دی چې عمر یې ٣٨ کاله و او د سپین ملک شهري وه.

ایاز وویل افغان استخباراتي چارواکو د نیول شوي حمله کونکي نه تفتیش شروع کړی دی.

ویل کیږي چې مشکوک حمله کونکی به په باقاعدگۍ دغه شفاخانې ته ورتلو او په حمله کې استعمال شوي تماچه يې د پایو په خپلې کرسۍ کې پټه کړي وه.

د ايي سي ار سي ترجمان ویلي په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د کورینا اینیبرل د قتل په شا څه محرکات وو.

د میرمن اینیبرل د مرگ په اړه په افغانستان کې د ايي سي ار سي مشرې مونیکا زانریلي وویل چې کورینا اینیبرل د مزارشریف د دفتر زړه و، د هغې په خوله به همیشه خندا وه او د همت نه ډکه وه.

تیره هفته د ايي سي ار سي یا د سره صلیب دوه کارکونکي د اووه میاشتو د بند ورسته ازاد کړی شول. دا کسان په جوزجان ولایت کې نامعلومه وسله والو تښتولي وو.

ازاد کړی شوي کسان په ولایت کې د امدادي کار په لړ کې روان وو چې مسلح کسان وتښتول. ددوي شپږ کارکونکي په دغه حمله کې ووژل شو.

ايي سي ار سي دا نه دي ویلي چې مسلح کسان څوک وو، مقصد يي څه و او دا چې دا دوه کسان په کومو حالاتو کې ازاد کړی شول.

XS
SM
MD
LG