لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : فارياب صوبه کې ځان مرگي بريد کې ۱۵ عام وگړي وژل شوي


بريد کې زياتره د برېښنا په محکمه کې کار کوؤنکې او زنانه او ماشومان په نخښه شوي دي
بريد کې زياتره د برېښنا په محکمه کې کار کوؤنکې او زنانه او ماشومان په نخښه شوي دي
د افغانستان په فارياب صوبه کې يو ځان مرگي بريد کې لږ ترلږه ۱۵ عام ملکي وگړي وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي . د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستي .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د افغانستان په شمالي فارياب صوبه کې نن د نهې په سحر شوي يو ځان مرگي بريد کې لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ژوبل دي .
د راپورونو ترمخه چارواکو وئيلي دغه پېښه د فارياب صوبې د ميمنه ښار په يو چوک کې رامنځته شوې او ځان مرگي بريد کوؤنکي يوه رکشه کې چاؤدېدونکي بارودي مواد ځايې په ځايې کړی ؤ ، او ځان يې الوزولی دی .
د فارياب صوبې مرستيال گورنر عبدالستارباريز پخلی کړی چې د پېښې په نتيجه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ژوبل شوي دي . نوموړي وئيلي چې ژوبلو کې د ۲۷ حالت مرگونی دی او بريد د گورنر د کمپاؤند نه نزدې ۲۰۰ ميټره لرې شوی دی .
باريز وئيلي بريد کې زياتره د برېښنا په محکمه کې کار کوؤنکې او زنانه او ماشومان په نخښه شوي دي . او ډېر پکې عام خوارکښ هم شامل دي .
د سر چينو ترمخه د بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
فارياب صوبه کې دغه بريد په داسې حال کې شوی ، چې افغانستان کې د اپريل د مياشتې په پينځمه نېټه ټاکنې کيږي ، او د طالبانو لخوا د وړاندې نه داسې گواښ شوی ، چې طالبان به ټاکنې گډوډوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG