لاس رسیدونکی لینک

بارک اوباما او حامد کرزي افغانانو ته په کامیابو انتخاباتو مبارکي ورکړې

  • ډیوه رپورټ

د امریکا صدر بارک اوباما په یولیکل شوې پېغام کې وویلي د ټولو امریکایانو له خوا مېلېنونو افغانانو ته په دغه تارېخي انتخاباتو کې په برخه اغستو مبارکي واېم. دغه انتخاباتو اوښودله افغانان ددې اهل دي چې د خپل هیواد واک اختیار په خپلو لاسو کې واخلي.

صدر اوباما زیاته کړی امنیتی قواوې او د خالي د ورځی په انتخاباتو کې د گڼ شمیر خلکو لپاره د انتخاباتود کمیشن کار کونکي ستایو چې کاندیدانو او د دوي پلویانو ته ېې حالات سم اوساتل او خلکو په لوې شمیر کې په دغه انتخاباتو کې راېي ورکړې. ښاغلي اوباما وویل امریکا به د خپلواکه ، باثباته او جمهوري افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او نوي حکومت سره به خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.

د افغانستان صدر حامد کرزي تیره شپه قام ته په خپله وینا کې د کامیابو اتخاباتو تر سره کیدو په سر مبارکي ویلې. دخالي په ورځ د انتخاباتو د پروسې پوره کیدو یو څو ساعته وروستو افغان صدر کرزي په خپله یوه لنډه وینا کې ټولو افغانانو ته په لویه شمیره په انتخابي پروسه کې په برخه اغستو مبارکي ورکړه او زیاته کړې یې ده چې افغانانو اوښودله دوي ډیر څه کولې شي. افغان صدر د خالي د ورځې انتخابات د افغانستان د کامیابۍ او ترقۍ لپاره ډیر مهم بللي.

هم په افغانستان کې د انتخاباتو خپلواکه کمیشن یو مشر ضیاالحق امرخیل په یو خبري کانفرنس کې وېلي د افغانستان امنیتي عسکر د قدر قابل دي او مونږ ټول ورباندې افتخار کوو. د هغه په وینا امنېتي عسکرو په ډیر خه ډول امنیت ساتلې او هر افغان ته ېي ضمیمه برابر کړی وه.
په مزار شریف کې افغانانې په صدراتي انتخاباتو کې د خپلې راېې ورکولو په طمعه ولاړې دي
په مزار شریف کې افغانانې په صدراتي انتخاباتو کې د خپلې راېې ورکولو په طمعه ولاړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپل یو بیان کې ویلي په افغانستان کې د خالي د ورځې انتخاباتو وښودله افغانان د جمهوریت د ساتلو او مخ په وړاندی تللو ته لیواله دي. ښاغلي کېري زیاته کړی امریکا د افغانستان د نوي اولسمشر سره کار کولو ته تیاره ده.

دافغانستان دټولټاکنو خپلواکه کميشن وائي چې دهيواد په تاريخي صدارتي ټولټاکنو کې درايې ورکولو عمل په پرامنه ډول پايې ته رسيدلى اؤ درايې اچولو په مرکزونو کې درايې شميرل شروع شوي دي. په داسې حال کې چې طالبانو په پنځم اپريل افغانستان کې دټولټاکنو دگډوډلو دړکه کړې په لکونو افغانانو دخالي په ورځ صدارتي ټولټاکنو کې دخپلې رايې حق کارولى. دطالبانو له لوري دټاکنو دعمل دسبوتاژ کولو اؤ دټولټاکنو دبرخې جوړيدونکو دپه نخښه کولو ددړکو باوجود افغان څيړونکي وائي چې په لويې شمير کې افغانانو دخپل ووټ دحق په گڼ شمير کې وکارولو.
د افغانستان په هلمند ولایت کې افغانان په صدارتي او ولایتي انتخاباتو کې د برخه اغستو لپاره ولاړ دي.
د افغانستان په هلمند ولایت کې افغانان په صدارتي او ولایتي انتخاباتو کې د برخه اغستو لپاره ولاړ دي.

دټولټاکنو لپاره ټول هيواد کې د٢٨ؤ زرو څخه زياتې درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي اؤ يو کروړ اؤ لس لکه افغانان دووټ اچولو جوگه دي. دافغانستان موجوده صدر حامد کرزى په ٢٠٠١ء کې افغانستان کې دامريکا له لوري دطالبانو دحکومت دتختې اړولو څخه راپديخوا په اقتدار کې دى.

حامد کرزى پرله پسې دوه ځله دافغانستان صدر پاتې شوى اؤ ددغه هيواد داساسي قانون له مخې يو صدر پرله پسې په دريم ځل صدر نۀ شي جوړيدى ، ځکه حامد کرزى په دغو صدارتي انتخاباتو کې دبرخې اخستو جوگه نۀ دى اؤ هم له دې امله نن افغانستان کې ترسره کيدونکې ټولټاکنې داقتدار په پرامنه ډول دمنتقلۍ لپاره زيات مهم گڼلى شي، دصدارتي ټولټاکنو ترڅنگ هيواد کې دصوبائي کونسل ټاکنې هم کيږي.

دصدارت دمنصب لپاره په ميدان کې ٨ کانديدان موجود دي چې پکې داشرف غني، عبدالله عبدالله اؤ زلمي رسول ترمينځ دسختې مقابلې هيله ده. دټولټاکنو په پرامنه ډول ترسره کيدو لپاره ټول هيواد کې ددوؤ لکو څخه زيات عسکر تعينات کړل شوي، په ځانگړې توگه درايې اچولو دمرکزونو څخه گيرچاپيره امنيتي حصارونه جوړ کړل شوي ترڅو افغان اولس دخپل ووټ حق وکاروي.
XS
SM
MD
LG