لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې صدارتي ټاکنې روانې دي


ډاکټر عبدالله عبدالله ، اشرف غني احمدزی ، او زلمی رسول مضبوط صدارتي اميدواران گڼل کيږي
ډاکټر عبدالله عبدالله ، اشرف غني احمدزی ، او زلمی رسول مضبوط صدارتي اميدواران گڼل کيږي
افغانستان کې د صدارتي او ولايتي شوراگانو دپاره ټاکنې روانې دې ، صدر حامد کرزي او ځيني صدارتي کانديدانو هم خپلې رائي اچولي دي ، او په لويه شميره کې خلک په پولنگ سټېشنو کې د رائې اچولو دپاره په قطارونو کې ولاړ دي .
نن د خالي په ورځ افغانستان کې د صدارتي او ولايتي شوراگانو د ټاکنو د رائې اچولو پېل د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر يوسف نورستاني وکړو ، او په پلازمينه کابل کې يې خپله رائې ورکړه .
د رائې اچولو په لړ کې افغان صدر حامد کرزي وئيلي چې خلک دې د گواهونو او موسمي ستونزو سره راووځي اوخپلې رائي دې وکاروي .
د هېواد د صدارتي څوکۍ دپاره اته کانديدان په مېدان کې دي ، چې پکې درې کانديدان اشرف غني احمدزی ، ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمی رسول مضبوط اميدواران گڼل کيږي .
افغانستان کې ټاکنې نن د ځايې وخت سحر په اووه بجې پېل شوي او تر مازيگر څلورو بجو پورې به دوام لري .
د ټاکنو د خپلواک کميسون ترمخه هيواد کې ۱۲ ملينه خلک د رائې اچولو قابل دي ، او د هېواد په ۳۴ صوبو کې د ۶۵۰۰ نه زيات پولينگ سټېشنې جوړې کړی شوي دي .
چارواکو وئيلي هېواد کې د ټاکنو په مهال د امنيت ټينگ ساتلو په موخه نزدې څلور لاکهه امنيتي سرتيري په حفاظتي ډيوټۍ مامور کړی شوي دي .
د راپورونو ترمخه د هيواد د ځينو سيمو څخه په ټاکل شوي وخت د پولنگ سټېشنو د نه پرانستو خبرونه مخې ته راغلي دي ، ولې د بلې کومي پېښې خبر تراوسه نه دے راغلی .
طالبانو د ټاکنو په مهال گواښونه کړي او په خلکو يې ټاکنو کې د برخې نه اخستو غږ هم کړی دی ، ولې د هېواد د ځايي ميډيا ترمخه په لويه شمېره کې ملکي وگړي په رائې اچولو کې برخه اخلي .
بلخوا ته افغانستان کې د ټاکنو په مهال د پاکستان او افغانستان په پوله د سيکيورټۍ کلک گامونه هم پورته کړی شوي دي .
د پاکستان د پوځ د عامو اړيکي څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو سره د اړيکو وروستو په پوله د امنيت کلک تدابير نيول شوي ، د اميگريشن امله زياته کړی شوې او په پوله په گزمو کې اضافه کړی شوې ده .
بيان کې زياته کړی شوې چې نن افغانستان کې د ټاکنو په ورځ په پوله د تلو راتلو ټولې لارې تړل شوي ، د پولې دواړو غاړو ته د رابطې کولو دپاره مرکزونه جوړ کړی شوي ، او د پولې هوايې څارنه هم کولی شي .
هېواد کې د ټاکنو د کمپائن په مهال د بدامنۍ ځينې پېښې رامنځته شوي ، چې پکې د ټاکنيز کمپائن غړي ، دفترې او نور ځايونه په نخښه شوي او مرگ ژوبله يې هم اړولې وه .

او د جمعې په ورځ د هېواد په جنوبي ولايت خوست کې د خبري ادارې ای پي په خبرياله او فوټوگرافره باندې د ډزو بريد شوی ، چې پکې فوټو گرافره وژل شوې او خبرياله ژوبل شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG