لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې به راروان کال پارلېماني انتخابات ترسره کیږي


د افغانستان د انتخاباتو یا ټاکنو خپلواک کمیشن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نيټه اعلان کړه. د کمیشن مشر نجیب احمدزي خبریالانو ته وویل چې دا انتخابات به د ۲۰۱۸ کال د جولاۍ په شپږمه وشي.

ښاغلي احمدزي وویل "په ټاکنو کې له ټولو خواو سره له اوږدو سلا مشورو وروسته دې ته ورسیدو چې د راتلونکو ټاکنو، یعنې ولسي جرګه او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶مه نیټه د ټاکنو ملي ورځ اعلان کړو. د ټاکنو مهالویش دا معنی لري چې دا زموږ نهايي پریکړه ده."

خو نوموړي له حکومت نه وغوښتل چې د دغو انتخاباتو لپاره بودیجه ځانګړې کړي او امنیت دې هم ورته ټېنګ کړي "موږ خپل تدابیر نیولي دي او له حکومت څخه د بودیجې د برابرولو او امنیت ټینګولو غوښتنه کوو".

د ټاکنو د کمیسیون د اټکل له مخې پر دغو ټاکنو به تر ۲۲۰ میلیونو ډالرو لګښت راشي. کمیشن تمه لري، چې نړیواله ټولنه ورته دا پیسې برابرې کړي.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر وخت وویل چې د ټاکنو کمیشن به د ولسي جرګې او ولسیوالیو د شوراګانو د ټاکنو نیټه د پنجشبې په ورځ اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ماموریت مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان ټاکتو ته جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل چې دغو ټاکنو ته باید پوره تیاري ونیول شي، له ټکنالوژۍ او د نورو هیوادونو له تجربو څخه باید په ټاکنو کې ګټه واخېستل شي.

پارلماني ټاکنې باید دوه کال وړاندې ترسره شوې وای، خو د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د ټاکنو په بنسټونو کې اصلاحات او د نویو چارواکو ګمارنې پرسر د راپورته شوو جنجالونو له امله دا ټاکنې وځنډولې، چې له امله یې د افغانستان ولسي جرګې غړو د د دوو کلونو لپاره له خپلې مودې زیات کار ته دوام ورکړی دی.

د ټاکنو د څار بنسټونو غبرګون

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا څار بنسټ "ایټوا" د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نیټې اعلانولو څخه هرکلی کړی دی. د دغه بنسټ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې "ایټوا" باوري ده چې د راتلونکو ټاکنو نیټه باید داسې په پام کې ونیول شي تر څو د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول اړین اصلاحات رامنځته شي او ټاکنې په غوره توګه پرته له کوم درغلیو څخه دایرې شي.

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو کمیسیون څخه غواړي تر څو د راتلونکو ټاکنو د چمتوالي په لړ کې د ټاکنیز بهیر پر شفافیت اوپراخه ګډون لپاره هڅه وکړي او پر ټاکنو د خلکو باور بیرته را ژوندی کړي.

همدا راز دغې ادارې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د مدني ټولنو د نظارتي بهیر څخه د ملاتړ له لارې د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

د اشنا ریډیو ویب پانړې په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG