لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د چاؤدنو په بيلا بيلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي


په داسې حال کې چې افغانستان کې ټاکنې رالنډې شوي په هېواد کې د بدامنۍ پېښې هم سېوا شوي دي
په داسې حال کې چې افغانستان کې ټاکنې رالنډې شوي په هېواد کې د بدامنۍ پېښې هم سېوا شوي دي
د افغانستان په قندوز صوبه کې د سړک غاړې ته اېښودی شوي بم د چاؤد له امله اته کسان ، لوگر کې ځان مرگي بريد کې يو پوليس ، سرپل کې د سړک غاړي بمي چاؤدنه کې څلور پوليس او پکتيکا کې بمي چاؤدنه کې هم څلور کسان وژل شوي دي .
د خبري ادارې ای پي ترمخه په سرپل سيمه کې وسله والو طالبانو د صوبې د شورا کانديد سره د اووه کسانو تښتولی دی .
په داسې حال کې چې افغانستان کې ټاکنې رالنډې شوي په هېواد کې د بدامنۍ پېښې هم سېوا شوي دي . د راپورونو ترمخه نن د گل په ورځ د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې د بمي چاؤدنو پېښې رامنځته شوي دي ، او په غټه کچه مرگ ژوبله يې اړولې ده .
د افغانستان جنوبي قندوز ولايت کې د سړک غاړې ته اېښودی شوي بم د چاؤدنې په نتيجه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي . يو ځايي چارواکي حيات الله اميري وئيلي په دغه چاؤدنه کې د يو طالب مخالفه کمانډر د کورنۍ اته غړي وژل شوي دي .
اميري وئيلي قندوز کې د سړک غاړې يوه بله بمي چاؤدنه کې يو لوړ پوړی پوليس افسر اسلام حېسن وژل شوی دی ، نوموړي زياته کړې پوليس افسر په گاډي کې يواځې روان ؤ ، چې د بمي چاؤدنې ښکار شو .
د ای پي ترمخه د پکتيکا د مرکزي ښار گردېز سره نزدې د سړک غاړې ته شوې بمي چاؤدنه کې د يو ۱۲ کلن هلک پشمول څلور کسان وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه نن د گل په ورځ بله پېښه هم د افغانستان په جنوبي سيمه سرپل کې رامنځته شوې او سړک غاړې ته اېښودی شوي بم د پوليس په گاډي چاؤدلی ، چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .
د لوگر صوبې د گورنر وياند دين محمد دروېش وئيلي يو ځان مرگي بريد کې يو پوليس وژل شوی او د پېښې په نتيجه کې درې نور پوليس ژوبل شوي دي .
د ای پي په وينا د سرپل صوبي گورنر عبدالجبار حقبين وئيلي چې وسله والو طالبانو د صوبې د شورا کانديد حسېن نزيري سره د اووه ملگرو د سرپل سيمې نه هغه وخت تښتولي ، چې دويې په گاډي کې روان وو .
گورنر حقبين وئيلي چې د علاقې مشرانو د طالبانو سره د تښتول شوؤ کسانو د راخلاصولو په لړ کې خبرې پېل کړي دي .
د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د بدامنۍ پېښې په داسې حال کې سېوا شوي دي ، چې هېواد کې څلور ورځې وروستو د اپريل په پينځمه نېټه صدارتي او د صوبو د شوراگانو ټاکنې کيږي .
د طالبانولخوا له وړاندې نه گواښ شوی ؤ چې دويې ټاکنې گډوډه وي او د ټاکنو په مهال يې د بريدونو هم وئيلي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG